د سعودي عربستان د مکې ښار پولیسو ۱۸ افغان او پاکستاني وګړي د اقامت د جوازونو، نسک کارتونو او د حج د لاسبندونو د جعل په تور نیولي دي.
سعودي ورځپاڼې «البلاد» راپور ورکړی چې دغه کسان د حج د رسمي اسنادو د جعل اړوند جنايي دوسیو کې ښکېل وو.
د راپور له مخې، نیول شوي کسان د جعلي اسنادو په جوړولو او کارولو تورن دي؛ هغه اسناد چې د حج مراسمو ته د داخلېدو او تګ راتګ لپاره کارول کېږي.
سعودي چارواکو تر اوسه د نیول شویو کسانو د هویت او د قضیې د نورو جزئیاتو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې قضیه د عدلي ارګانونو تر څېړنې لاندې ده.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې سعودي عربستان د حج مراسمو پر مهال د امنیتي تدابیرو او د اسنادو د کنټرول لپاره سخت اقدامات عملي کوي.
شنونکي وایي، د جعلي اسنادو شبکې نه یوازې امنیتي اندېښنې رامنځته کوي، بلکې د حج د تنظیم او د حاجیانو د رسمي پروسې اعتبار هم اغېزمنولای شي.
هر کال زرګونه کسان هڅه کوي د غیرقانوني لارو د حج مراسمو ته داخل شي، خو سعودي حکومت په وروستیو کلونو کې د دې ډول سرغړونو پر ضد جدي مبارزه پراخه کړې ده.











