د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پنجشنبې په ورځ د ثور په ۱۷مه اعلان وکړ چې له مجتبی خامنهيي سره یې دوه نیم ساعته لیدنه کړې؛ هغه لیدنه چې د اسلامي جمهوریت د نوي رهبر د وضعیت او عامه حضور په اړه د پراخو ابهامونو له امله یې پام ځانته اړولی دی.
پزشکیان د صنعت وزارت په یوه غونډه کې د اصنافو او سوداګرو له استازو سره د خبرو پر مهال، پرته له دې چې د لیدنې دقیق وخت یاد کړي، د مجتبی خامنهيي «متواضع او صمیمي چلند» وستایه او ویې ویل چې د غونډې فضا د باور او مستقیمو خبرو پر بنسټ ولاړه وه.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د علي خامنهيي له وژل کېدو یوه اونۍ وروسته، مجتبی خامنهيي د ایران د نوي رهبر په توګه معرفي شو.
خو له هغه وخت راهیسې تر اوسه د هغه هېڅ رسمي انځور یا ویډیو نه ده خپره شوې، او دولتي رسنیو یوازې هغه ته منسوب لیکلي پیغامونه خپاره کړي دي.
په همدې حال کې، ځینې راپورونه د بیت رهبري پر برید کې د هغه د ټپي کېدو خبره هم کوي، خو دا راپورونه په رسمي ډول نه دي تایید شوي.
شنونکي وایي، د دې لیدنې اعلان ښايي د ایران د قدرت په لوړه کچه کې د ثبات او دوام د ښودلو هڅه وي؛ په ځانګړي ډول په داسې شرایطو کې چې د نوي رهبر نه ښکاره کېدل د هغه د وضعیت او د قدرت د مدیریت په اړه ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي.
د پزشکیان له خوا د لیدنې د ارام او صمیمي فضا یادونه هم د حکومت د هغې هڅې برخه ګڼل کېږي چې غواړي د وروستیو بحرانونو وروسته د رهبرۍ تصویر بېرته ورغوي.
خو شنونکي باور لري، تر هغه چې مجتبی خامنهيي په علني ډول څرګند نه شي، د هغه د وضعیت او نفوذ په اړه ابهامونه به دوام وکړي.











