د ۲۰۲۶ نړیوال سولې شاخص: افغانستان بیا د جنوبي اسیا تر ټولو ناامن هېواد وپېژندل شو

IMG 6095

د ۲۰۲۶ کال د نړیوال سولې شاخص راپور له مخې، افغانستان یو ځل بیا د جنوبي اسیا تر ټولو ناامن هېواد بلل شوی او د نړۍ د ۱۶۳ ارزول شویو هېوادونو په منځ کې یې ۱۵۷م ځای خپل کړی دی.

دغه راپور چې هر کال د اقتصاد او سولې د نړیوال انسټیټیوټ له لوري خپرېږي، ښيي چې په افغانستان کې د سولې عمومي وضعیت د تېر کال په پرتله ۰.۵ سلنه خراب شوی دی.

سره له دې، د راپور موندنې څرګندوي چې ځینې کورني شاخصونه د تېر کال په پرتله ښه والی ښيي. د ارزونې له مخې، د امنیت او خوندیتوب شاخص ۱.۵ سلنه او د سیاسي ثبات شاخص ۱۰ سلنه لوړ شوی دی.

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ شنونکي باور لري چې دغه بدلونونه تر ډېره د طالبانو له لوري د سیاسي او امنیتي جوړښتونو د بشپړ کنټرول له امله رامنځته شوي دي.

د راپور له مخې، د منظم سیاسي اپوزیسیون نشتوالی او د مخالفو خوځښتونو محدودېدل د لنډ مهال لپاره د پراخو کورنیو بې‌ثباتیو احتمال کم کړی دی.

خو راپور ټینګار کوي چې انحصاري حکومتولي، د سیاسي مشارکت محدودیت او نړیواله انزوا لا هم د افغانستان د اوږدمهال ثبات لپاره جدي ننګونې ګڼل کېږي.

په راپور کې راغلي چې د روانو شخړو شاخص په افغانستان کې ۱.۹ سلنه راټیټ شوی، خو د بهرنیو شخړو له امله رامنځته شوي تلفات ۱۹.۲ سلنه زیات شوي دي.

د ارزونې له مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي ترینګلتیاوې او نښتې د دې وضعیت له مهمو عواملو څخه دي.

راپور وایي چې د افغانستان امنیتي ننګونې په تدریجي ډول له کورنیو شخړو څخه د سرحدونو هاخوا کړکېچونو ته اوړي.

د دې ارزونې پر بنسټ، افغانستان د روسیې، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، سوډان، اوکراین، اسرائیل او جنوبي سوډان ترڅنګ د نړۍ د ناامنو هېوادونو په نوملړ کې شامل دی.

په مقابل کې، ایسلنډ، نیوزیلنډ، سویس، سلوانیا، ایرلنډ او اتریش د نړۍ د تر ټولو امن هېوادونو په توګه معرفي شوي دي.

دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې طالبان له نږدې پنځو کلونو واکمنۍ وروسته لا هم د نړۍ د ډېری هېوادونو له لوري په رسمیت نه دي پېژندل شوي او افغانستان له سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دی.

د دې راپور مهم اړخ دا دی چې د ځینو امنیتي شاخصونو د ښه کېدو سربېره، افغانستان لا هم د نړیوالو ارزونو له مخې د ثبات، سولې او سیاسي مشارکت په برخو کې له جدي ننګونو سره مخ پاتې دی.

Exit mobile version