د ټلوېزیون نړیواله ورځ داسې مهال رارسېدلې چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې انځوریزې رسنۍ له پراخو محدودیتونو، سانسور او نویو بندیزونو سره مخ دي. دغو محدودیتونو په ځانګړي ډول د سیمه ییزو ټلوېزیونونو فعالیت او انځوریزه خبریالي اغېزمنه کړې ده.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته د رسنیو پر فعالیتونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز، په رسنیو کې د ښځو پر حضور او پوښښ محدودیتونه، د ځینو انځوریزو مرکو مخنیوی او پر خبریالانو فشارونه د دغو محدودیتونو برخې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د رسنیو د ازادۍ وضعیت څېړي، ویلي چې په دغه کال کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز ۱۸ نورو ولایتونو ته هم غځېدلی دی. د مرکز د شمېرو له مخې، اوس د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې دغه بندیز عملي کېږي.
د راپور له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې لږ تر لږه ۲۱ سیمه ییزو ټلوېزیونونو د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د بندیز له امله خپل فعالیتونه درولي یا یې راډیوګانو ته بڼه بدله کړې ده. دغو محدودیتونو د ټلوېزیونونو د تړل کېدو ترڅنګ د انځوریزو راپورونو جوړول او خپرول او د ټولنیزو او سیاسي پېښو خبري پوښښ هم محدود کړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په همدې کال کې اته رسنیز او خبریالي بنسټونه د طالبانو د رسنیزو تګلارو د نه مراعتولو په تور اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي. دغه راز، د لږ تر لږه ۱۰ رسنیزو او خبریالي بنسټونو جوازونه هم لغوه شوي دي.
د دغه مرکز په راپور کې په ۱۴۰۴ کال کې د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۷ پېښې ثبت شوې دي. په دغو پېښو کې د دوو خبریالانو وژل کېدل، د یوه خبریال ټپي کېدل، ۱۸۳ ګواښونه او د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ۲۱ نیونې شاملې دي.
د ټلوېزیون نړیواله ورځ هر کال د نومبر په ۲۱مه لمانځل کېږي. ملګرو ملتونو په ۱۹۹۶ کال کې دا ورځ د خبر رسونې، خبرو اترو او عامه پوهاوي په برخه کې د ټلوېزیون د رول د ارزښت څرګندولو لپاره ونوموله.
خو په افغانستان کې پر انځوریزو رسنیو د محدودیتونو پراخېدل، په ځانګړي ډول د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز، د ټلوېزیونونو هغه وړتیا محدوده کړې چې د ټولنې واقعیتونه انځور او خلکو ته یې ورسوي.
