د ایټالیا د کوریره دلا سیرا ورځپاڼې د خبریالې ماریا ګراتزیا کوتولي د وژل کېدو ۲۵م تلین د نومبر په ۱۹مه د دغه هېواد په کاتانیا ښار کې ونمانځل شو. د ښاروالۍ په ودانۍ کې د هغې د مسلکي او خبریالي فعالیتونو د درناوي په موخه یادګاري لوحه ولګول شوه.
پر لوحه لیکل شوي: «د ماریا ګراتزیا کوتولي په یاد؛ د ازادې خبریالۍ هغه زړور غږ چې د حقیقت په خدمت کې و. کاتانیا به د هغې هڅې هېڅکله هېرې نه کړي.»
کوتولي د ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۱۹مه، هغه مهال چې د امریکا له پوځي برید او د طالبانو له شاتګ وروسته د افغانستان د حالاتو د راپور ورکولو لپاره دغه هېواد ته تللې وه، له درېیو نورو خبریالانو سره د جلال اباد او کابل ترمنځ پر لاره ووژل شوه. په دې پېښه کې د اسپانیا د ال موندو ورځپاڼې خبریال خولیو فوینتس، د رویټرز خبري اژانس استرالیایي انځور اخیستونکی هري برټن او د دغه اژانس افغان عکاس عزیزالله حیدري هم ووژل شول.
د خبریالانو د ساتنې کمېټې د راپور له مخې، وسله والو کسانو د سروبي په شاوخوا کې د خبریالانو د موټرو کاروان درولی و، څلور خبریالان یې له موټرو ښکته کړي او وژلي یې وو. موټرچلوونکي او ژباړن له برید څخه ژوندي پاتې شوي وو او وروسته یې د پېښې جزئیات رسنیو ته بیان کړي وو. د قربانیانو جسدونه بله ورځ په جلال اباد کې پېژندل شوي وو.
د ایټالیا ولسمشر سرجیو ماتارېلا هم د دې تلین په مناسبت په یوه پیغام کې د کوتولي د خبریالي فعالیتونو یادونه کړې ده. هغه ویلي چې کوتولي افغانستان ته د طالبانو د شاتګ او د امریکا د پوځي برید د پایلو د راپور ورکولو لپاره تللې وه. ماتارېلا د افغانستان د ښځو وضعیت، د ماشومانو کړاو، بې وزلي او د خلکو هیلې د هغې د راپورونو له مهمو موضوعاتو بللي دي. د هغه په وینا، د کوتولي وروستی راپور په افغانستان کې د القاعدې د یوې پرېښودل شوې اډې د اعصابو پر سیستم د اغېز لرونکي ګاز د احتمالي نښو په اړه و او د هغې د وژل کېدو په ورځ په کوریره دلا سیرا ورځپاڼه کې خپور شوی و.
د ایټالیا ولسمشر په خپل پیغام کې په جګړه ییزو سیمو کې خبریالان د حقیقت شاهدان بللي او د بشري حقونو او انساني کرامت په دفاع کې یې د رسنیو د ازادۍ پر ارزښت ټینګار کړی دی.
د دغو څلورو خبریالانو د وژنې قضیې په افغانستان او ایټالیا کې څېړل شوې دي. په ۲۰۰۴ کال کې رضا خان په کابل کې یوې محکمې د خبریالانو په وژنه کې د ګډون په تور پر اعدام محکوم کړ. هغه د محاکمې پر مهال ویلي وو چې برید کوونکو د طالبانو د یوه قوماندان په امر دا کار کړی و. خو د هغه وخت راپورونو د برید د جزئیاتو او انګېزې په اړه پوښتنې راپورته کړې وې او د بې پولې خبریالانو سازمان د څېړنو او محاکمې د بهیر د لا روڼتیا غوښتنه کړې وه.
په ایټالیا کې په یوه جلا قضیه کې، د روم یوې محکمې د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې دوه افغانان، مامور او زرجان، د کوتولي د وژنې او د هغې د شتمنیو د غلا په تور پر ۲۴ کاله بند محکوم کړل. د استیناف محکمې د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې دغه حکم تایید کړ. د انسا خبري اژانس راپور ورکړی و چې دغو دوو کسانو تر دې مخکې په افغانستان کې هم د بند سزا ترلاسه کړې وه.
د کوتولي له وژل کېدو ۲۵ کاله وروسته، په کاتانیا کې د هغې یادګاري مراسم یو ځل بیا د هغو خطرونو یادونه کوي چې خبریالان یې د جګړو او کړکېچونو د پوښښ پر مهال له ګواښ سره مخ کوي. د افغانستان د جګړې په کلونو کې هم ګڼ افغان او بهرني خبریالان د راپور ورکولو پر مهال وژل شوي دي.
