د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۶ کال د لړم له ۳مې تر ۱۶مې پورې ۴۳ زره او ۴۱۲ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د دې سازمان د راپور له مخې، ۳۸ زره او ۸۷ کسان له ایران او ۵ زره او ۳۲۵ کسان له پاکستان څخه افغانستان ته ورغلي دي.
دغه سازمان د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۲مه، په خپل تازه راپور کې لیکلي چې په دې موده کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو شمېر د تېرو دوو اوونیو په پرتله ۳۵ سلنه زیات شوی دی. په مقابل کې، له ایران څخه د راستنېدونکو شمېر د تېرو اوونیو په پرتله څلور سلنه کم شوی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان نه دي روښانه کړي چې له راستنېدونکو کسانو څخه څو تنه په جبري ډول شړل شوي او څو تنه په خپله خوښه بېرته ستانه شوي دي. ایران او پاکستان په وروستیو کلونو کې زرګونه افغان کډوال، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، نیولي او شړلي دي.
دغه سازمان ویلي چې د راپور په موده کې یې بېرته راستنو شویو کډوالو ته روغتیايي خدمتونه، خوراکي توکي، ترانسپورټ، لنډمهاله سرپناه او د هغوی د نورو اړینو اړتیاوو په برخه کې مرستې برابرې کړې دي.
د راپور د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۷مې پورې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د راستنو شویو افغان کډوالو ټول شمېر له ۴.۲ میلیونه کسانو اوښتی دی.
