په فرانسه کې د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د افغانستان د ښځو او نجونو سیستماتیک محرومیت د جنسیتي اپارتاید په توګه د پېژندلو غوښتنه کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې طالبان ځواب ویلو ته اړ کړي او له دې ډلې سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي.
دا غوښتنې د افغان ښځو د خبرو اترو د بهیر د دویم کنفرانس په پرېکړه لیک کې مطرح شوې دي. دغه کنفرانس د شنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۱مه، د فرانسې په الفورویل ښار کې جوړ شوی و.
په غونډه کې د ښځو د حقونو فعالانو، څېړونکو، خبریالانو، پوهنتوني استادانو او د مدني ټولنې استازو ګډون کړی و. ګډونوالو د طالبانو هغه تګلارې او اقدامات چې ښځې او نجونې یې له زده کړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ګډون څخه محرومې کړې دي، د جنسیت پر بنسټ ډله ییز ځورونه او د بشریت ضد جنایت بللي دي.
په پرېکړه لیک کې له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د نړۍ له حکومتونو غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د په رسمیت پېژندلو لپاره هڅې وکړي. همدارنګه، د افغان ښځو او نجونو د زده کړو، تحصیلي بورسونو او د لوړو زده کړو د دوام لپاره د فرصتونو پر ملاتړ ټینګار شوی دی.
ګډونوالو د هغو ښځو او فعالانو لپاره د خوندي او قانوني لارو د برابرولو غوښتنه هم کړې چې له خطر سره مخ دي. په دې ډله کې د بشري حقونو مدافعانې، خبریالانې، محصلانې، د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو ښځینه غړې او مدني فعالانې شاملې دي.
د پرېکړه لیک په بله برخه کې له فرانسې حکومت او د الفورویل ښاروالۍ غوښتل شوي چې په اروپايي او نړیوالو بنسټونو کې د جنسیتي اپارتاید د پېژندلو ملاتړ وکړي او د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره ښوونیز، حمایوي او بشري پروګرامونه پراخ کړي.
لاسلیک کوونکو له فرانسې حکومت غوښتي چې له طالبانو سره له هر ډول تعامل څخه ډډه وکړي چې د دغې ډلې له حکومت سره د اړیکو عادي کولو یا د افغانستان د مشروع حکومت په توګه د هغې د پېژندلو لامل شي.
دا غونډه د «کلبه دوست» ټولنې په نوښت او د الفورویل ښاروالۍ او د هزاره ډیاسپورا شبکې په همکارۍ او ملاتړ جوړه شوې وه.
د غونډې جوړوونکو د پرېکړه لیک په پای کې ټینګار کړی چې د افغانستان د ښځو او نجونو حقونه د معاملې وړ نه دي او نړیواله ټولنه باید له هغوی څخه ملاتړ پر یوه عملي او دوامداره ژمنه بدل کړي.
