امسو: طالبان په هرات کې پر خبریالانو او رسنیو فشارونه زیات کړي دي

IMG 6077

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ یوه بنسټ ویلي چې طالبانو د هرات له وروستیو اعتراضونو وروسته پر خبریالانو او سیمه‌ییزو رسنیو فشارونه زیات کړي او د معلوماتو لاسرسی یې محدود کړی دی.

امسو د چهارشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په هرات کې اجباري سانسور، ګواښونه او پر رسنیو فشارونه پراخ شوي دي.

د یاد بنسټ په وینا، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو په غونډو او مستقیمو اړیکو کې ځايي خبریالان ګواښلي دي.

هممهاله راپورونه ښيي چې طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د استخباراتو د استازو په ګډون یوه غونډه جوړه کړې او یو شمېر خبریالان او د رسنیو د محتوا جوړوونکي یې وربللي دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، له خبریالانو غوښتل شوي چې د طالبانو د ادارې لاسته راوړنې منعکسې کړي او له هغو راپورونو ډډه وکړي چې منفي یا امنیتي بڼه لري.

سرچینې وایي چې په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې اړوند موضوعاتو د خپرولو په اړه هم محدودیتونه لګول شوي دي.

دا وضعیت داسې مهال رامنځته کېږي چې طالبانو په هرات کې د هغو ښځو د نیولو لړۍ پیل کړې چې د دوی په وینا یې د حجاب ټاکل شوي معیارونه نه وو رعایت کړي.

د دغو اقداماتو په غبرګون کې د جبرئیل ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو اعتراضونه وکړل چې د ځايي سرچینو او شاهدانو په وینا د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شول.

امسو ویلي چې طالبانو خبریالانو ته خبرداری ورکړی چې که د دغو اعتراضونو په اړه معلومات یا راپورونه له هېواد بهرنیو رسنیو ته ورسوي، له نیولو او مجازاتو سره به مخ شي.

دغه بنسټ باور لري چې طالبان د سیمه‌ییزو رسنیو تر فشار لاندې راوستلو له لارې هڅه کوي په هرات کې روان واقعیتونه پټ او وضعیت عادي وښيي.

امسو دا اقدامات د معلوماتو د ازادۍ پر ضد ښکاره برید بللی او ویلي یې دي چې د خبریالانو ګواښل د رسنیو د ازادۍ او بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د خبریالانو امنیتي وضعیت له «سرې کرښې» اوښتی او د نړیوالې ټولنې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه او فشارونه ودروي او د رسنیو لپاره د خوندي او ازاد فعالیت زمینه برابره کړي.

امسو همداراز له ملګرو ملتونو، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، د خبریالانو له نړیوال فدراسیون او نورو اړوندو ادارو غوښتي چې د افغان خبریالانو د ساتنې او د بیان ازادۍ د ملاتړ لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

د دې موضوع مهم اړخ دا دی چې د رسنیو ازادي او د معلوماتو لاسرسی لا هم د افغانستان له مهمو ننګونو څخه شمېرل کېږي، او هر ډول محدودیتونه کولای شي د عامه پوهاوي او خپلواکو معلوماتو پر جریان مستقیم اغېز وکړي.

Exit mobile version