ګلبدین حکمتیار: د ماشومو نجونو نکاح له فطرت او قرآني لارښوونو سره سمون نه لري

IMG 6072

ګلبدین حکمتیار، د افغانستان د اسلامي حزب مشر، په یوې تازه مقالې کې چې «ایا د نابالغې نجلۍ نکاح جایز ده؟» نومېږي، ویلي چې د ماشومانو ودونه له انساني فطرت او د قرآن کریم له لارښوونو سره سمون نه لري.

حکمتیار په دې لیکنه کې ټینګار کړی چې نکاح یو مهم دیني او ټولنیز تړون دی چې موخه یې د سالمې کورنۍ جوړول، د اولادونو سمه روزنه او د ټولنې د سلامتۍ ساتل دي، نه یوازې د جنسي غوښتنو پوره کول.

هغه ویلي چې د واده لپاره یوازې بلوغ کافي نه دی، بلکې فکري وده، ذهني پخوالی او د ګډ ژوند د مدیریت وړتیا هم اساسي شرطونه دي.

د اسلامي حزب مشر په وینا، قرآن کریم د بلوغ تر څنګ د «رشد» یا فکري پخوالي یادونه هم کړې او هغه واده چې له دې شرط پرته ترسره شي، د قرآني معیارونو سره بشپړ سمون نه لري.

حکمتیار اجباري ودونه د ګڼو ټولنیزو ستونزو او زیانونو لامل بللي او ویلي یې دي چې مور او پلار باید خپل شخصي غوښتنې پر اولادونو ونه تپي.

هغه زیاته کړې چې د ښځې او سړي رضایت د اسلامي نکاح له بنسټیزو اصولو څخه دی او له دې پرته واده د اسلام له روحیې سره برابر نه ګڼل کېږي.

په خپله مقاله کې نوموړي د هغو روایتونو او دودیزو برداشتونو نیوکه هم کړې چې د کم عمره نجونو د ودونو د توجیه لپاره کارول کېږي او ادعا یې کړې چې دا ډول تفسیرونه له قرآن، عقل او انساني فطرت سره په ټکر کې دي.

د حکمتیار دا څرګندونې په داسې وخت کې خپرې شوې چې په افغانستان کې د طالبانو د «اصول‌نامه تفریق زوجین» په اړه بحثونه زیات شوي دي. د دې سند یوه جنجالي برخه د ماشومانو ودونو ته د «نکاح صغار» تر عنوان لاندې اشاره کوي، چې د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالو سازمانونو له انتقادونو سره مخ شوې ده.

د اسلامي حزب مشر همداراز ویلي چې هېڅوک، که پخوانی مېړه وي او که د کورنۍ غړي، حق نه لري چې کونډې یا طلاق شوې ښځې د بیا واده کولو له حقه محرومې کړي.

هغه ټینګار کړی چې ښځې باید د خپل واده په اړه په ازاد ډول پرېکړه وکړای شي او د کورنۍ یا ټولنې له فشار پرته خپل انتخاب ترسره کړي.

د دې موضوع مهم اړخ دا دی چې د ماشومانو ودونه، د ښځو حقونه او د نکاح د رضایت مسئله لا هم په افغانستان کې د دیني، حقوقي او ټولنیزو بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.

Exit mobile version