عفو بین‌الملل د هرات پر معترضانو د طالبانو ډزې وغندلې

IMG 6042

عفو بین‌الملل د هرات په وروستیو اعتراضونو کې د طالبانو له لوري د معترضانو پر ضد د جګړه‌ییزو مرمیو د کارولو راپورونو ته غبرګون ښودلی او دا یې د سوله‌ییز اعتراض، د بیان ازادۍ او د ښځو د حقونو پر ضد یو خطرناک اقدام بللی دی.

دغه سازمان د سې‌شنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د هرات د وضعیت او د معترضانو پر وړاندې د چلند په اړه جدي اندېښنه لري.

عفو بین‌الملل ټینګار کړی چې هغه کسان چې په سوله‌ییز ډول خپل اعتراض څرګندوي، باید له تاوتریخوالي، سرکوب او د وسلو له کارولو سره مخ نه شي.

یاد سازمان له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره د معترضانو پر ضد د زور کارول ودروي او ټول هغه کسان خوشې کړي چې د اعتراضونو پر مهال نیول شوي دي.

عفو بین‌الملل همداراز د ښځو او نجونو د اساسي حقونو پر درناوي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د تګ راتګ ازادي، د بیان ازادي او د سوله‌ییزو غونډو حق باید خوندي وساتل شي.

دغه غبرګون داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو ورځو کې په هرات کې د ښځو د نیولو او د هغوی پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي دي.

ځايي سرچینې او عیني شاهدان ادعا کوي چې د اعتراضونو پر مهال د طالبانو ځواکونو پر معترضانو ډزې کړې، یو شمېر کسان ټپیان شوي او لسګونه نور نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه د عفو بین‌الملل د تازه څرګندونو او غوښتنو په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی.

د موضوع مهم اړخ دا دی چې د هرات وروستي تحولونه یو ځل بیا د ښځو د حقونو، مدني آزادیو او د سوله‌ییزو اعتراضونو د حق موضوع د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو د پام وړ ګرځولې ده.

Exit mobile version