د هرات اوسېدونکي له افغانانو غواړي د ښځو د نیولو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي

IMG 6040

د هرات یو شمېر اوسېدونکو د افغانستان له خلکو غوښتي چې د ښځو او نجونو د نیولو او د معترضانو پر وړاندې د طالبانو د چلند په اړه چوپ پاتې نه شي او خپل غږ پورته کړي.

دوی په هغو پیغامونو کې چې رسنیو ته یې استولي، د کابل، مزارشریف او نورو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي چې د هرات د ښځو او خلکو په ملاتړ دریځ ونیسي او خپل غبرګون څرګند کړي.

دغه غوښتنې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو ورځو کې په هرات کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي او د لسګونو ښځو د نیولو راپورونه خپاره شوي دي.

د دغو اقداماتو په غبرګون کې د هرات یو شمېر اوسېدونکو اعتراضونه وکړل، خو د عیني شاهدانو په وینا دغه اعتراضونه د طالبانو د ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.

ځايي سرچینې وایي چې د هرات امنیتي وضعیت په وروستیو ورځو کې سخت شوی او د طالبانو ځواکونه د ښار په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي دي.

شاهدان زیاتوي چې د خلکو تګ راتګ تر څار لاندې دی او په ګڼو سیمو کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

ځینې سرچینې ادعا کوي چې طالبانو د ټپي شویو معترضانو د پېژندلو او نیولو لپاره ځینو روغتونونو او درملیزو مرکزونو ته هم مراجعه کړې ده.

معترضانو په خپلو پیغامونو کې ټینګار کړی چې د هرات وروستۍ پېښې یوازې د یوه ولایت موضوع نه ده، بلکې د افغانستان د ټولو خلکو پام او غبرګون ته اړتیا لري.

تر اوسه طالبانو د دغو غوښتنو او راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د موضوع مهم اړخ دا دی چې د هرات وروستیو تحولاتو د ښځو د حقونو، مدني آزادیو او ټولنیز وضعیت په اړه بحثونه یو ځل بیا پراخ کړي او د هېواد په کچه یې د همبستګۍ او غبرګون غوښتنې زیاتې کړې دي.

Exit mobile version