پاکستان وایي د روسیې او طالبانو پوځي تړون د ځواک انډول نه بدلوي

IMG 5818

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي د روسیې او طالبانو ترمنځ وروستی پوځي تړون به د طالبانو پوځي وړتیاوو کې د پام وړ بدلون رانه ولي او د اسلام‌آباد د احتمالي پوځي عملیاتو پر وړاندې به د مخنیوي ځواک رامنځته نه کړي.

یوه پاکستاني امنیتي چارواکي، چې نوم یې نه دی خپور شوی، یوې آسیایي رسنۍ ته ویلي چې د مسکو او طالبانو ترمنځ پوځي همکاري به طالبان داسې پړاو ته ونه رسوي چې د پاکستان احتمالي هوايي بریدونه پر هغو هدفونو ودرولای شي چې اسلام‌آباد یې «د وسلوالو پټنځایونه» بولي.

روسیې او طالبانو د غبرګولي په شپږمه نېټه په مسکو کې د تخنیکي او پوځي همکاریو یو تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو او د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ترمنځ لاسلیک شوی و.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د تړون اصلي تمرکز په افغانستان کې د روسي جوړو پوځي تجهیزاتو پر ترمیم، بیارغونه او ساتنه دی.

د دغو تجهیزاتو یوه لویه برخه د پخواني شوروي اتحاد د حضور له دورې پاتې ده او اوس د پرزو او تخنیکي ترمیم اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم تر دې وړاندې ویلي وو چې دغه تړون تر ډېره د موجوده تجهیزاتو د بیا فعالولو لپاره دی او د پرمختللو پوځي ټکنالوژیو یا پراخو نویو وسلو د لېږد موضوع پکې نشته.

د پاکستاني چارواکو څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې ملا محمد یعقوب مجاهد له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته ویلي وو، د تړون له عملي کېدو وروسته به پاکستان نور د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي.

خو پاکستاني امنیتي چارواکو دغه ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی چې د روسیې او طالبانو ترمنځ تړون د اسلام‌آباد په پوځي محاسبو کې هېڅ بدلون نه راولي.

د طالبانو او پاکستان اړیکې د ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، له سختو ترینګلتیاوو سره مخ دي.

اسلام‌آباد په وار وار طالبان د تحریک طالبان پاکستان د غړو په ملاتړ تورن کړي، خو طالبان دغه تورونه ردوي.

په وروستیو کلونو کې پاکستان څو ځله د افغانستان دننه د هوايي بریدونو ادعا کړې او دغه اقدامات د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

دواړه لوري یو بل د سرحدي ناامنۍ او د وسله والو ډلو د فعالیتونو مسؤل بولي.

د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې ښيي چې اسلام‌آباد د روسیې او طالبانو پوځي تړون تر ډېره د تجهیزاتو د ساتنې او ترمیم یوه تخنیکي همکاري ګڼي، نه داسې ستراتیژیک بدلون چې د سیمې د پوځي ځواک انډول بدل کړي.

سره له دې، د روسیې او طالبانو ترمنځ د لومړي رسمي پوځي تړون لاسلیک د ډېرو څارونکو له نظره د دواړو لورو د اړیکو د پراختیا او د طالبانو د امنیتي او دفاعي همکاریو د پراخولو یوه مهمه نښه بلل کېږي.

شنونکي باور لري چې که څه هم تړون اوس مهال تخنیکي بڼه لري، خو د روسیې او طالبانو د اړیکو د پراختیا لپاره یو نوی باب پرانیزي او ښايي په راتلونکو کلونو کې پراخې همکارۍ ورڅخه وزېږي.

Exit mobile version