پاکستان په افغانستان کې د پرمختللو وسلو

IMG 5713 1024x538

پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د پرمختللو وسلو او مهماتو د موجودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ بللی دی.

د ملګرو ملتونو په مقر کې د پاکستان د استازي مرستیال سید عاطف رضا د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کوچنیو او سپکو وسلو د عمل پروګرام د غړو هېوادونو په نهمه دوه کلنه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د پرمختللو وسلو زېرمې لا هم د اسلام‌آباد لپاره د جدي اندېښنې وړ موضوع ده.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې وسله‌والو ډلو او ترهګرو سازمانونو ته د دغو وسلو د رسېدو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

پاکستاني ډیپلومات زیاته کړه چې د افغانستان په اړه د پاکستان اندېښنې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپورونو کې هم منعکس شوې دي.

د هغه په وینا، د کوچنیو او سپکو وسلو ناقانونه لېږد او له کنټرول پرته کارول کولی شي شخړې زیاتې کړي، امنیت کمزوری کړي او د هېوادونو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.

عاطف رضا ټینګار وکړ چې کوچنۍ او سپکې وسلې د ډېرو غیر دولتي وسله‌والو ډلو لپاره د تاوتریخوالي اصلي وسیله ګرځېدلې دي.

هغه خبرداری ورکړ چې د غیرقانوني وسله‌والو ډلو لاسرسی پرمختللو او عصري وسلو ته، په ځانګړي ډول هغو ډلو ته چې په افغانستان کې فعالیت لري، د هېوادونو ملي امنیت او سیمه‌ییز ثبات له خطر سره مخ کوي.

طالبانو تر اوسه د پاکستاني چارواکي دغو تازه څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي اړیکې په وروستیو کلونو کې څو ځله د پولې دواړو غاړو ته د وسله‌والو فعالیتونو او متقابلو تورونو له امله ترینګلې شوې دي.

Exit mobile version