طالبانو د غایبو کسانو د منقولو او غیرمنقولو شتمنیو د ارزونې نوی قانون نافذ کړ

IMG 5695 1024x538

د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د «غایبو اشخاصو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د ارزونې قانون» د هبت‌الله اخندزاده له خوا توشیح او نافذ شوی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه قانون په څلورو فصلونو او ۳۱ مادو کې تنظیم شوی او د پلي کولو مسؤلیت یې د طالبانو د سترې محکمې د نظامي مرستیالۍ اړوند د غایبو اشخاصو د ملکیتونو د ارزونې ریاست ته سپارل شوی دی.

طالبان وایي چې دا قانون د غایبو او ورک شویو کسانو د منقولو او غیرمنقولو شتمنیو د ثبت، انتقال، تثبیت او مدیریت څرنګوالی مشخصوي او د دغو شتمنیو د ساتنې، مدیریت او بېرته سپارلو اصول هم بیانوي.

د قانون له مخې، هغه شتمنۍ چې مالک یې مړ شوی وي او قانوني وارث یا مستحق ونه لري، بیت‌المال ته انتقالېږي.

په قانون کې دا هم راغلي چې هغو کسانو ته چې طالبان یې «ساعي بالفساد» بولي، د شتمنیو یا د هغو د ګټو سپارل یوازې د هبت‌الله اخندزاده په مستقیم حکم ممکن دي.

د نهمې مادې له مخې، که د غایب شخص مالک، وارث یا قانوني استازی مراجعه وکړي، ملکیت به د قاضي له حکم وروسته بېرته ورته وسپارل شي.

په ۲۹مه ماده کې هم ټینګار شوی چې هغه کورونه او ملکیتونه چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې یا وروسته په خپل‌سرې توګه نیول شوي وي، باید د محکمې د پرېکړې له مخې اصلي مالک یا د هغه شرعي استازي ته وسپارل شي.

په دغه قانون کې د ملکیتونو د ثبت، کرایې، پېر او پلور، شرعي وکالت او له هېواده بهر د صادر شوو وکالت‌لیکونو د اعتبار اړوند موضوعات هم شامل شوي دي.

طالبان وایي چې د قانون هدف د غایبو اشخاصو د شتمنیو د حقوقي وضعیت تنظیم او د ملکیتونو د ساتنې لپاره د یو منظم چوکاټ رامنځته کول دي.

Exit mobile version