د طالبانو محکمه په خوست کې نږدې ۴۵ جریبه ځمکه دولتي اعلانوي

img 2785

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د امارتي ځمکو د غصب د قضیو د څېړلو ځانګړې محکمې په خوست ولایت کې نږدې ۴۵ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړې او له اوسنیو متصرفانو یې غوښتي چې دا ځمکې وسپاري.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ پر پنځمه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د مرکزي زون د امارتي ځمکو د غصب د قضیو ځانګړې محکمې په جلا جلا حکمونو کې یادې ځمکې امارتي اعلان کړې دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې، د اسماعیل‌خېلو ولسوالۍ د علي‌وات په سیمه کې ۴۳ جریبه او ۱۸ بسوې ځمکه، او د علی‌شېر ولسوالۍ د تور اوبې جلال‌خېل په سیمه کې یوه جریبه ځمکه، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون له څېړنو وروسته دولتي تثبیت شوې ده.

د دې ځمکو ټول مساحت ۴۴ جریبه او ۱۸ بسوې دی چې نږدې ۴۵ جریبه کېږي. وزارت ویلي چې اوسني متصرفان باید دا ځمکې یاد کمېسیون ته وسپاري.

په اعلامیه کې د متصرفانو د هویت، د هغوی د احتمالي مالکیت‌لیکونو او د پرېکړې پر وړاندې د ثبت شویو اعتراضونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

طالبانو په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د هغو ځمکو د څېړنې او بېرته ترلاسه کولو بهیر پراخ کړی چې دوی یې دولتي یا امارتي بولي. د دې بهیر په ترڅ کې ښاري او کلیوالي ځمکې او د استوګنې ځینې ښارګوټي هم تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.

د ځمکو د مالکیت د تثبیت په دې بهیر کې د اسنادو د څېړنې د روڼتیا، د پرېکړو پر وړاندې د اعتراض د حق او د حقوقي تضمینونو په اړه اندېښنې هم مطرح شوې دي. د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د ۲۰۲۶ کال په یوه راپور کې هغو مواردو ته اشاره کړې چې د دې بهیر اغېزمن شوي مالکان پکې د اسنادو په وړاندې کولو، پر پرېکړو په اعتراض او د تاوان په ترلاسه کولو کې له محدودیتونو سره مخ شوي دي.

په خوست کې تازه پرېکړه یو ځل بیا د ځمکو د مالکیت د خوندیتوب او د هغو کسانو د دفاع د حق موضوع راپورته کوي چې د یادو ځمکو د مالکیت ادعا لري. د طالبانو د محکمې له خوا د ځمکې دولتي اعلانول، په یوازې ځان د اسنادو د څېړنې څرنګوالی او د احتمالي مالکانو د ادعاوو د ارزونې بهیر نه روښانوي.

Exit mobile version