سرچینې: طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې جوړښت کې بدلونونه راوستي

IMG 5668

باوري سرچینو تلویزیون نیمروز ته ویلي چې طالبانو په وروستیو کلونو کې د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې په جوړښت کې بدلونونه راوستي او پر کارکوونکو یې لا زیات محدودیتونه لګولي دي.

د هغو اسنادو او معلوماتو له مخې چې تلویزیون نیمروز ته رسېدلي، د افغانستان د اټومي انرژۍ اداره اوس په کابل کې په یوه نوې ودانۍ کې فعالیت کوي او شاوخوا ۴۰۰ کارکوونکي په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي.

سرچینې وایي طالبانو د تخنیکي او تخصصي څانګو تر څنګ د «دعوت او ارشاد» په نوم یوه ځانګړې ریاست هم رامنځته کړې او د ادارې د کارکوونکو لپاره یې سخت امنیتي تدابیر وضع کړي دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د ادارې په جوړښت کې د «کیمیاوي ټکنالوژۍ او راډیواکتیف موادو»، «هسته‌یي تطبیقاتو» او یوه داسې څانګې نومونه هم لیدل کېږي چې د «بې‌پیلوټه الوتکو او اټومي وسلو جوړولو» تر عنوان لاندې یاد شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې کارکوونکي د ودانۍ د ننوتلو پر مهال له سختو امنیتي تلاشیو سره مخ کېږي، شخصي وسایل ترې اخیستل کېږي او ورځني فعالیتونه یې تر څار لاندې وي.

د سرچینو په وینا، طالبانو په وروستیو میاشتو کې د راډیواکتیف موادو د څېړنې، تحلیل او ارزونې برخو ته ځانګړې پاملرنه کړې، خو د دغو فعالیتونو په اړه تر اوسه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې یو شمېر پخوانیو متخصصینو تلویزیون نیمروز ته ویلي چې که څه هم د ځینو لابراتوارونو او تجهیزاتو د بیا فعالولو هڅې روانې دي، خو د اټومي وسلو د پراختیا لپاره هېڅ عملي ظرفیت نه تر سترګو کېږي.

د دغو کارپوهانو په باور، افغانستان نه پخوا او نه هم اوس د اټومي وسلو د تولید لپاره اړین علمي، صنعتي او تخنیکي بنسټونه لري.

هغوی په عین حال کې ویلي چې طالبان د فزیک، اټومي انجینرۍ او نورو تخصصي برخو د زده کړو لپاره له ځینو هېوادونو سره د همکارۍ هڅې کوي.

طالبانو تر اوسه د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې د اوسنیو فعالیتونو او جوړښت په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.

افغانستان له ۱۳۳۶ لمریز کال راهیسې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې غړیتوب لري او دغه نړیوال بنسټ د غړو هېوادونو د سوله‌ییزو اټومي فعالیتونو د څار مسؤلیت پر غاړه لري.

Exit mobile version