د مجتبی خامنه‌ای پیغام: ایران په بریدونو کې لاس نه لري

په هغه نوروزي پیغام کې چې مجتبی خامنه‌ای ته منسوب شوی، ادعا شوې چې د ایران وسله‌وال ځواکونه او د «مقاومت جبهه» په ترکیه او عمان کې په وروستیو بریدونو کې لاس نه لري.

په دې پیغام کې دا بریدونه د «دښمن حیله او ترفند» بلل شوي دي.

د پیغام په یوه بله برخه کې د ایران له کورنیو رسنیو غوښتنه شوې چې د نظام د کمزوریو پر څرګندولو له جدي تمرکز څخه ډډه وکړي.

همدارنګه په دې پیغام کې په ایران کې د اعتراضونو پېښې «کودتا» بلل شوې او د حکومت له پلویانو غوښتل شوي چې پر وړاندې یې ودرېږي.

په پیغام کې راغلي چې د خلکو «یووالی» د دښمن د «ماتې» سبب شوی دی.

دا پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې تر اوسه د مجتبی خامنه‌ای د روغتیايي وضعیت یا د هغه د عامه حضور په اړه خپلواک معلومات نه دي خپاره شوي.

Exit mobile version