ملګري ملتونه: د کابل د بیا رغونې مرکز چاودنه دې په خپلواکه توګه وڅېړل شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي چې د دوشنبې شپې مرګونې چاودنه په یوه بیا رغونې مرکز کې باید په شفاف او خپلواک ډول وڅېړل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېسارۍ ویاندې ثمین الخیطان ویلي چې د دې څېړنې پایلې باید په علني ډول خپرې شي.

هغې ټینګار کړی چې د دې پېښې قربانیان او د هغوی کورنۍ د تاوان د جبران حق لري.

په وروستیو ورځو کې د کابل په یوه د معتادینو د درملنې مرکز د برید له امله د درنو تلفاتو راپورونه خپاره شوي دي؛ هغه پېښه چې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.

Exit mobile version