ایراني رسنۍ: په بحرین کې د تېلو پر زېرمو د بې‌پیلوټه الوتکې برید شوی

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې پر بحرین کې د «باپکو انرژیز» د تېلو پر زېرمو د بې‌پیلوټه الوتکې برید شوی دی.

د بحرین دولتي رسنیو ویلي چې د دې برید له امله یاد شرکت د «فورس ماژور» حالت اعلان کړی، چې له مخې یې شرکت په بیړني حالت کې د نفتو د رسولو له ځینو ژمنو معاف کېږي.

د راپورونو له مخې د دې شرکت د تېلو د تصفیې د تأسیساتو شاوخوا لوګي لیدل شوي دي.

ایراني رسنیو همدارنګه ویلي چې د برید له امله د دې شرکت د تېلو په زېرمو کې اور لګېدنه رامنځته شوې ده.

Exit mobile version