د طالبانو مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ځنډ راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دولتي ادارو د کارکوونکو معاشونه به د معمول له مخې او پر ټاکلي وخت ورکړل شي. خو په دولتي ادارو کې سرچینې وايي چې د معاشونو د ورکړې بهیر په لنډمهاله توګه درول شوی دی.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ، د لړم په څلورمه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې «د معاشونو د ځنډ په اړه خپرې شوې اوازې ناسمې دي» او ډاډ یې ورکړی چې د دولتي کارکوونکو معاشونه به له کومې ستونزې پرته پر ټاکلي وخت ورکړل شي.
خو د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي ادارو کې سرچینې وايي چې د ملکي او نظامي کارکوونکو د معاشونو ورکړه تر بلې خبرتیا پورې درول شوې ده. د یوې دولتي ادارې د مالي برخې یوې سرچینې ویلي چې د طالبانو چارواکو له کابله د ولایتونو مستوفیتونو ته لارښوونه کړې چې د اوس لپاره معاشونه ورنه کړي.
د طالبانو د مالیې وزارت یوې سرچینې هم ویلي چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو حوالې د لړم تر لسمې ځنډول شوې دي. د سرچینې په وینا، د دې پرېکړې لامل لا روښانه نه دی او د طالبانو چارواکو هم په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.
طالبانو په تېرو کلونو کې هم څو ځله د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړه ځنډولې ده. په ځینو مواردو کې د بودجې کمښت د دې ځنډونو له احتمالي لاملونو څخه بلل شوی، خو په دې مورد کې د ځنډ د علت په اړه رسمي توضیحات نه دي وړاندې شوي.
د طالبانو د مالیې وزارت د اعلامیې او په دولتي ادارو کې د سرچینو د څرګندونو ترمنځ توپیر د معاشونو د ورکړې د واقعي وضعیت په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. تر هغه چې نور جزئیات خپاره نه شي، د احتمالي ځنډ علت او پراخوالی په خپلواکه توګه نه دی روښانه شوی.
