اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه په افغانستان کې د کرنې لپاره پنځه میلیونه یورو ځانګړي کوي

IMG 9899 1024x576

اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، فائو، په افغانستان کې د کروندګرو او کرنیزو سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره د پنځه میلیونه یورو په ارزښت د یوې نوې پروژې د پیل خبر ورکړی دی.

دغو بنسټونو د یکشنبې په ورځ، د وږي په ۲۲مه، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې پروژه به له زیان‌منو کورنیو، په ځانګړي ډول له راستنېدونکو، له کورنیو بې‌ځایه شویو او کوربه ټولنو څخه په هغو ولسوالیو کې ملاتړ وکړي چې له خوړو او تغذیې د ناامنۍ، اقلیمي ګواښونو او د اقتصادي فرصتونو له کمښت سره مخ دي.

د پروژې له مخې به د سلا مشورو مرکزونه جوړ شي، څو کروندګر اقلیمي ارزونو او د لومړني خبرداري معلوماتو ته لاسرسی ومومي. موخه دا ده چې کروندګر د هوا او اقلیم د بدلونونو له مخې د خپلو محصولاتو د تولید او بازار موندنې په اړه پر وخت پرېکړې وکړای شي.

د دې پروژې په بله برخه کې به د تخریب شویو ځنګلونو او څړځایونو دوه زره هکټاره ځمکه بېرته ورغول شي او د ښځو او سیمه‌ییزو ټولنو تر مدیریت لاندې له ۲۵۰ نیالګیو روزنتونونو سره به مرسته وشي.

همداراز، د کرنې، خوراکي توکو او چاپېریال سره د برابرېدونکو سوداګریزو فعالیتونو لپاره به د مالي مرستو ځانګړې مرستې برابرې شي، څو په دې برخو کې پانګونه او پراختیا زیاته شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوي سرپرست نیکولا بلومو ویلي: «له فائو سره د اروپايي ټولنې مرسته د افغانستان د خلکو د خوړو خوندیتوب او اقتصادي پیاوړتیا ته زموږ د دوامدارې ژمنې څرګندونه کوي.»

هغه د افغانستان د کرنې ظرفیت لا هم تر واقعي کچې کم بللی او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د هېواد لوړه زیان‌منتیا یې د دې ظرفیت د کارولو له مهمو خنډونو څخه ګڼلې ده.

په افغانستان کې د فائو استازي یچارد ترنچارد ویلي چې دغه سازمان له تر ډېره بشري مرستو ولاړو پروګرامونو څخه د لا دوامدارو تګلارو پر لور د تګ هڅه کوي. د هغه په وینا، د افغانستان د کرنې او خوراکي توکو سوداګریز فعالیتونه، سره له سختو شرایطو، د ودې، د دندو د رامنځته کولو او له بازارونو سره د کروندګرو د نښلولو وړتیا لري.

ترنچارد ویلي: «کله چې کروندګر په ډاډ سره تولید وکړای شي، سوداګرۍ وده وکړي او محصولات بازارونو ته ورسېږي، کرنه د بیا رغونې او پر ستونزو د برلاسي لپاره په یوه پیاوړي محرک بدلېږي.»

د دې پروژې اهمیت په داسې مهال زیاتېږي چې د افغانستان کرنه له اقتصادي فشارونو او د خوړو له ناامنۍ سره یوځای د وچکالۍ، د هوا د بدلون او نورو اقلیمي ګواښونو پر وړاندې له زیاتېدونکې زیان‌منتیا سره مخ ده.

له همدې امله، د پروژې مهمه برخه یوازې کروندګرو ته د مالي مرستو رسول نه دي؛ بلکې د تولیدي وړتیا لوړول، بازارونو ته د کروندګرو د لاسرسي ښه کول او له اقلیمي بدلونونو سره د کرنې د برابرولو لپاره د اوږدمهاله ظرفیت رامنځته کول هم پکې شامل دي.

که دا پروګرام وکولای شي د خصوصي سکټور پانګونه، کرنیز تولید او بازارونو ته د کروندګرو لاسرسی په دوامدار ډول پیاوړی کړي، نو د کلیوالو کورنیو پر بشري مرستو تکیه تر یوه بریده کمولای شي. خو د پروژې وروستۍ پایله به د عملي پلي کېدو، زیان‌منو کروندګرو ته د مرستو د واقعي رسېدو او د سیمه‌ییزو سوداګریزو فعالیتونو د دوام له وړتیا سره تړلې وي.

Exit mobile version