ایران په افغانستان کې د اقتصادي نفوذ د پراخولو هڅې چټکې کړې

IMG 9717

ایران هڅه کوي په افغانستان کې خپل اقتصادي حضور پراخ کړي؛ هغه تګلاره چې د امریکا د بندیزونو تر فشار لاندې د تهران لپاره لا ډېره مهمه شوې ده.

د یزد والي محمدرضا بابايي په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې افغانستان د ایراني توکو د صادراتو د پراختیا لپاره له مهمو بازارونو څخه بللی او په افغانستان کې یې د یزد د سوداګرو او پانګه‌والو د لا فعال حضور غوښتنه کړې ده.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې چې د یزد د اقتصادي چارو او ګرځندوی له مرستیال سره هم ترسره شوې، د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا او د دوه‌اړخیزو پانګونو لپاره د زمینې د برابرولو لارې چارې وڅېړل شوې.

بابايي ویلي، د یزد صنعتونه، کانونه، د ودانیزو توکو تولید، د نوښت پر بنسټ شرکتونه، روغتیايي خدمتونه او ګرځندوی هغه برخې دي چې کولی شي د افغانستان د بازار یوه برخه اړتیاوې پوره کړي.

د یزد والي ټینګار کړی چې اقتصادي همکاري باید یوازې د توکو تر صادراتو محدوده نه وي، بلکې تخنیکي او انجنیري خدمتونه او د افغانستان د پانګه‌والو جذبول هم کولی شي د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

هغه د یزد پرمختللي بنسټونه د پانګه‌والو لپاره مناسب فرصت بللی او د افغانستان د پانګې د تولیدي او خدماتي برخو پر لور د لېږد لپاره یې د اسانه لارو د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران د اقتصادي اړیکو د پراخولو هڅې په داسې مهال دي چې دغه هېواد لا هم د امریکا له پراخو بندیزونو، په ځانګړي ډول په بانکي، نفتو او سوداګریزو برخو کې، سره مخ دی. مالي او بانکي محدودیتونو د ایران لپاره نړیوالو بازارونو ته لاسرسی او د رسمي سوداګریزو راکړو ورکړو ترسره کول ستونزمن کړي دي.

په همدې شرایطو کې افغانستان د ایران لپاره یوازې د توکو د پلور بازار نه دی؛ بلکې تهران کولی شي له افغانستان څخه د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د لارې او د ایراني توکو او خدمتونو د بازار په توګه هم ګټه واخلي. جغرافیایي نږدېوالی، ګډه پوله او د افغانستان اړتیاوې هغه عوامل دي چې ایران هڅوي په دې بازار کې خپل حضور پراخ کړي.

خو په افغانستان کې د ایران د اقتصادي حضور پراختیا به د پیسو د لېږد، ترانسپورټ، پانګونې او سوداګریزو فعالیتونو د امنیت په برخو کې د ستونزو د حل له وړتیا سره هم تړلې وي. له همدې امله د افغانستان د بازار سیالي یوازې د توکو پر پلور نه راڅرخي؛ هر لوری چې وکولای شي پانګه، خدمتونه او د سوداګرۍ خوندي او باوري لارې برابرې کړي، په دې بازار کې به د خپل ځای د ټینګولو لپاره ډېر فرصت ولري.

Exit mobile version