قطر: له افغانستان سره په نړیوالو تعاملاتو کې به خپل فعال رول ته دوام ورکړو

E6050802 5694 4A89 BAF5 E045A293C5D0

قطر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۳مه غونډه کې له افغانستان سره په تړاو په نړیوالو تعاملاتو کې د خپل فعال رول پر دوام ټینګار کړی دی.

په ژنیو کې د قطر د دایمي استازولۍ دویم منشي، عبدالله بن علي بهزاد، د دوشنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۶مه، وویل چې هېواد یې د منځګړیتوب او د افغانستان اړوندو ناستو د کوربه‌توب له لارې د نړیوالو لورو ترمنځ د همغږۍ او اجماع د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

هغه په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې نږدې ۲۲ میلیونه کسان په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، ناامني، اقتصادي ستونزې، اقلیمي بدلونونه، بې‌ځایه کېدل او د نړیوالو مرستو کمښت پر افغانانو فشار زیات کړی دی.

د قطر استازي همداراز خبرداری ورکړ چې له ۴.۷ میلیونو ډېر کسان، چې شاوخوا ۳.۷ میلیونه یې ماشومان دي، له سختې خوړو خوندیتوب ستونزې سره مخ دي.

بهزاد د افغان ماشومانو او نجونو زده‌کړې د قطر له لومړیتوبونو وبللې او ویې ویل چې د قطر د پراختیا صندوق او «ښوونه تر ټولو پورته» بنسټ له ۲۰۲۳ کال راهیسې په افغانستان کې د ۳۰ زره له زده‌کړو پاتې شوو زده‌کوونکو د زده‌کړو ملاتړ کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د قطر سرې میاشتې ټولنې هم له ۲۰۱۶ کال راهیسې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د زده‌کړو په برخه کې فعالیت کړی دی.

د قطر استازي په یوه بله برخه کې وویل چې د قطر خیریه بنسټ، د دغه هېواد د پراختیا صندوق په مالي ملاتړ، په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره د یوه تخصصي روغتون د جوړولو او تجهیزولو پروژه هم پر مخ وړي.

قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان اړوندو ناستو، په ځانګړي ډول د دوحې د بهیر، د کوربه‌توب له لارې د افغانستان په اړه په ډیپلوماتیکو هڅو کې له فعالو هېوادونو څخه بلل کېږي.

Exit mobile version