د جرمني خبري اژانس «ډيپياې» راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت ۲۲ افغان وګړي په یوه چارټر الوتنه افغانستان ته اخراج کړي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند د سېشنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۱مه، ویلي چې ټول اخراج شوي کسان نارینه وو او د وژنې، غلا او قصدي اورلګونې په ګډون د بېلابېلو جرمونو له امله محکوم شوي وو.
د راپور له مخې، د دغو کسانو د اخراج الوتنه د دوشنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۰مه، کابل ته ترسره شوې ده.
د دې الوتنې په ترسره کېدو سره، د جرمني د اوسني ایتلافي حکومت له کار پیل راهیسې له دغه هېواده افغانستان ته د ستنو شوو افغان وګړو شمېر شاوخوا ۲۵۰ تنو ته رسېدلی دی.
د افغانانو تازه اخراج په داسې حال کې ترسره کېږي چې جرمني په دې وروستیو کې د افغان وګړو د بېرته ستنولو د بهیر د اسانتیا لپاره د طالبانو درې کسیز تخنیکي پلاوي ته اجازه ورکړې چې د لنډې مودې لپاره دغه هېواد ته داخل شي.
ټاکل شوې دغه پلاوی د اداري او قونسلي چارو د تنظیم او افغانستان ته د افغان وګړو د لېږد لپاره د اړینو اسنادو د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې د دغه پلاوي لنډمهاله حضور د تخنیکي چارو د چټکتیا او د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره د اړینو میکانیزمونو د برابرولو په موخه ترسره کېږي.
د برلین له لوري د افغان وګړو د اخراج هڅې په داسې حال کې زیاتېږي چې یو شمېر اروپايي هېوادونو هم په وروستیو میاشتو کې د هغو مهاجرینو او پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر سخت کړی چې د پناه غوښتنې دوسیې یې رد شوې یا په درنو جرمونو محکوم شوي دي.














