افغانستان کې ۳۲ میلیونه سیم‌کارتونه فعال دي؛ ۱۷ میلیونه کسان له انټرنېټ کار اخلي

IMG 9054

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی وایي، اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ میلیونه سیم‌کارتونه فعال دي.

د الکوزي په وینا، نږدې ۱۷ میلیونه مشترکان له انټرنېټي خدمتونو کار اخلي او شاوخوا ۱۰ میلیونه کسان د ګرځنده ټیلیفون د څلورم نسل یا 4G خدمتونو ته لاسرسی لري.

هغه ادعا کړې چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو مخکې په افغانستان کې د 4G خدمتونو د کاروونکو شمېر له دوو میلیونو څخه لږ څه زیات و.

دا شمېرې د طالبانو د مخابراتو وزارت د ویاند له لوري وړاندې شوې دي او په دې راپور کې د دغو شمېرو د خپلواکې تایید لپاره کومه سرچینه نه ده وړاندې شوې.

Exit mobile version