د هلمند مرمر د بهرامچې له لارې پاکستان ته قاچاقېږي

Website 3 1024x576

د هلمند یو شمېر اوسېدونکي وایي، له افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره سره، د دغه ولایت د خانشین ولسوالۍ له کانونو استخراج شوی مرمر د بهرامچې له لارې پاکستان ته قاچاقېږي.

سلیمان، د خانشین ولسوالۍ د مرمرو د یوه کان کارګر چې تر دې مخکې د افغانستان په ملي اردو کې دنده ترسره کړې، وایي د دغو کانونو فعالیت نږدې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او هغوی له همدې لارې د خپل ژوند لګښتونه تأمینوي.

هغه، له دې سره سره، له افغانستان څخه د مرمرو د ټیټې بیې په بدل کې د بهر ته لېږد په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د خامو ډبرو د پلور پر ځای باید په افغانستان کې د ډبرو د پروسس کارخونې جوړې شي.

جمعه‌خان، د دغو کانونو یو بل کارګر چې شاوخوا ۱۲ کاله کېږي د مرمرو د استخراج په برخه کې کار کوي او د ۳۰ کسیزې ډلې مشري هم کوي، له اړوندو ادارو وغوښتل چې د هېواد د معدني سرچینو د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

هغه وایي، د افغانستان مرمر په هېواد کې په ټیټه بیه پلورل کېږي، خو کله چې پاکستان ته ولېږدول شي او هلته پروسس شي، بېرته په لوړه بیه افغانستان ته صادرېږي.

د جمعه‌خان په وینا، هره ورځ له درېیو تر پنځو موټرو پورې مرمر د بهرامچې له لارې په قاچاقي ډول پاکستان ته انتقالېږي.

د هلمند د مرمرو کانونه د خانشین او دیشو ولسوالیو کې موقعیت لري او دغه مرمر د ولایت له مهمو ساختماني او تزئیني سرچینو څخه ګڼل کېږي. له مرمرو څخه د فرشونو، ودانیو د مخونو، مېزونو، ګلدانونو، لوښو او نورو تزئیني وسایلو په جوړولو کې کار اخیستل کېږي.

په لښکرګاه ښار کې هم د مرمرو د پروسس یوه کارخونه فعاله ده، خو ځايي اوسېدونکي وایي چې د دې کارخونې فعالیت محدود دی او تر ډېره د فرشي ډبرو په تولید بوخته ده. د هلمند د استخراج شویو ډبرو یوه د پام وړ برخه کندهار، کابل او هرات ته هم لېږدول کېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو مخکې، د هلمند مرمر د سپین بولدک له لارې پاکستان ته صادرېده.

په همدې حال کې، د ننګرهار د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی ځواکونو د پچیراګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې پاکستان ته د څه باندې پنځه زره کیلوګرامه قیمتي ډبرو د غیرقانوني لېږد او قاچاق مخه نیولې ده.

د طالبانو د چارواکو په وینا، یو کس چې غوښتل یې دغه قیمتي ډبرې د یوه باروړونکي موټر له لارې د ده‌بالا ولسوالۍ له مسیر څخه په غیرقانوني ډول پاکستان ته ولېږدوي، نیول شوی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګ راتګ د لارو اوږدمهاله تړل کېدو قانوني سوداګري له جدي ستونزو سره مخ کړې ده. په همدې حال کې، د طالبانو اړوندې ادارې هم وخت ناوخت د افغانستان او پاکستان پر مسیر د خوراکي او غیرخوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي او د قاچاقي مالونو د کشف خبرونه ورکوي.

Exit mobile version