د طالبانو د تخار د کانونو او پټرولیم رئیس د ۲۰۰ زره ډالرو رشوت په تور په کابل کې نیول شوی

IMG 8686 1024x697

ځايي سرچینې د نیمروز تلویزیون ته وایي چې د طالبانو د تخار د کانونو او پټرولیم رئیس علم خان مبارز، د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو رشوت اخیستو په تور په کابل کې نیول شوی دی.

سرچینې وایي چې علم خان مبارز اوس مهال په کابل کې د طالبانو د استخباراتو په بند کې دی.

سرچینو د دغه طالب چارواکي د دوسیې او د هغه د نیول کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د علم خان مبارز د نیول کېدو یا پر هغه د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

همداراز روښانه نه ده چې نوموړی د کومې قضایي یا اداري پروسې له لارې او په دقیق ډول د کومو تورونو پر بنسټ نیول شوی دی.

نیمروز تلویزیون د خبر د خپرولو پر مهال د سرچینو ادعا په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.

که د طالبانو له خوا رسمي دریځ یا د دې قضیې په اړه نور باوري معلومات خپاره شي، نیمروز تلویزیون به یې له تازه جزیاتو سره خپاره کړي.

Exit mobile version