یونیسف: په تېر یو کال کې نږدې ۱۹ میلیونه افغانانو اساسي روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي

IMG 8426

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق، یونیسف، وایي چې په تېر یو کال کې له ۱۸ میلیونو او ۹۰۰ زرو ډېر افغانانو په ۳۴ ولایتونو کې د دغه بنسټ تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو له لارې اساسي روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي.

یونیسف د دوشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۶مه، په خپله وېبپاڼه کې ویلي چې دغه روغتیايي خدمتونه د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د دغه بنسټ تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو له لارې وړاندې شوي دي.

دغه بنسټ همداراز ویلي چې په همدې موده کې یې د ۳۶۳ زره او ۸۱۰ هغو ماشومانو لپاره د درملنې زمینه برابره کړې چې په شدیدې او منځنۍ کچې خوارځواکۍ اخته وو.

یونیسف له خپلو همکارانو څخه د افغانستان له خلکو سره د مرستو او ملاتړ له امله مننه کړې ده.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول په داسې حال کې دوام لري چې د افغانستان د نفوس یوه لویه برخه لا هم روغتیايي او درملیزو خدمتونو ته اړتیا لري.

ماشومان، په ځانګړي ډول هغه ماشومان چې له خوارځواکۍ سره مخ دي، د ټولنې له زیان‌منو ډلو څخه ګڼل کېږي.

یونیسف ټینګار کړی چې د افغانستان د ماشومانو او کورنیو لپاره د روغتیايي او تغذیوي خدمتونو د ملاتړ دوام لا هم اړین دی.

Exit mobile version