افغان خبریالان د درې همکارانو د ازادۍ غوښتنه کويدرې خبریالان له نهو میاشتو راهیسې په بند کې دي

IMG 3421

د افغانستان یو شمېر خبریالانو په یوه ګډه اعلامیه کې د درې نیول شویو خبریالانو د بې‌قید او شرط ازادۍ غوښتنه کړې ده.

د اعلامیې له مخې، شکیب نظري، حمید فرهادي او بشیر هاتف له نهو میاشتو راهیسې په بند کې دي او تر اوسه د عادلانه او شفاف قضایي بهیر څخه بې‌برخې پاتې شوي دي.

خبریالانو ویلي چې د خپلو همکارانو د دوامداره بند په اړه ژوره اندېښنه لري او دا وضعیت یې د بشري حقونو ښکاره نقض بللی دی.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې خبریالي جرم نه دی او د خبریالانو نیول د حقیقت د غږ چوپول او د خلکو د معلوماتو د لاسرسي محدودول دي.

دغه ډلې له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د دغو خبریالانو د ازادۍ لپاره فشار زیات کړي او د افغانستان د رسنیو ملاتړ وکړي.

کارپوهان وایي چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د رسنیو ازادي له جدي محدودیتونو سره مخ شوې او دا ډول پېښې د وضعیت د لا خرابېدو نښه ده.

Exit mobile version