د کابل سرچینې: د طالبانو د عدلیې وزیر دوه هزاره چارواکي احضار او سپکاوی یې کړي

IMG 7739

باوري سرچینو له کابل څخه تلویزیون نیمروز ته ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي دوه هزاره طالب چارواکي خپل دفتر ته احضار کړي او د یوې ناستې پر مهال یې هغوی «رټلي، سپک او تحقیر» کړي دي.

د سرچینو په وینا، شرعي د یکشنبې په شپه له مدارعلي کریمي، د ښار جوړونې له معین، او عبداللطیف نظري، د طالبانو د اقتصاد وزارت له معین، سره اړیکه نیولې او له هغوی یې غوښتنه کړې چې د دوشنبې په سهار د کابل د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت دفتر ته ورشي.

سرچینې وایي، کریمي او نظري د دوشنبې په ورځ د سهار له ۹ بجو تر ۱۱ بجو پورې د عدلیې له وزیر سره لیدلي او د ناستې پر مهال شرعي هغوی رټلي او سپکاوی یې کړی دی.

د سرچینو په وینا، محمدحسن غیاثي، د طالبانو د روغتیا وزارت معین او د دې ډلې له نورو هزاره چارواکو څخه، هم د عدلیې وزارت دفتر ته احضار شوی و؛ خو نوموړي په دې ناسته کې له ګډون کولو ډډه کړې ده.

کریمي او نظري د طالبانو په جوړښت کې د هزاره قوم له لوړپوړو چارواکو څخه شمېرل کېږي. د طالبانو په اوسني کابینه کې هېڅ هزاره یا شیعه وزیر حضور نه لري.

دغه کړکېچ په داسې مهال راپورته کېږي چې په وروستیو ورځو کې د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي د تخلیې پر سر د یو شمېر هزاره‌ګانو او شیعیانو او د طالبانو د عدلیې وزارت ترمنځ اختلافات زیات شوي دي.

د طالبانو یوې ځانګړې محکمې تر دې وړاندې د امید سبز ښارګوټي څه باندې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې وه او د عدلیې وزارت هم د دغه ښارګوټي اوسېدونکو ته د خپلو کورونو د تخلیې لپاره مهلت ټاکلی دی.

که څه هم سرچینو د عدلیې له وزیر او دغو چارواکو ترمنځ د ناستې د دقیقو بحثونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو د امید سبز ښارګوټي پر سر د اختلافاتو په اوج کې د دغو چارواکو احضارېدل ښايي د طالبانو د جوړښت او په دې ډله کې د یو شمېر هزاره څېرو ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ نښه وي.

تلویزیون نیمروز په خپلواکه توګه د دغو چارواکو د سپکاوي او تحقیر ادعا نه شي تاییدولی. طالبانو هم تر دې دمه د دې راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

Exit mobile version