د نورستان په برګمتال کې د کان د چاودنې له امله یو کارګر مړ او بل ټپي شو

IMG 8128 1024x768

د طالبانو د نورستان د پولیسو قوماندانۍ ویاند محمدحسن ثاقب وایي، د دغه ولایت د برګمتال ولسوالۍ په یوه د قیمتي ډبرو کان کې د چاودنې له امله یو کارګر وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د ثاقب په وینا، پېښه د شنبې په ورځ، د زمري پر ۱۷مه، له غرمې وروسته د برګمتال ولسوالۍ په پچیګرام سیمه کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو د پولیسو ویاند وایي، دواړه کارګران هغه مهال له چاودنې سره مخ شول چې غوښتل یې د کان دننه چاودېدونکي توکي وچوي.

د طالبانو په وینا، په دې پېښه کې غلام‌محمد، چې د کونړ د ناري ولسوالۍ اوسېدونکی و، ژوند له لاسه ورکړی دی. دواړه کارګران د کان‌کېندنې لپاره له ناري ولسوالۍ څخه نورستان ته تللي وو.

ټپي کارګر د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان له بېلابېلو کانونو څخه د مرګ‌ژوبلې د پېښو راپورونه خپاره شوي دي. د کان‌کېندنې ناامنه او غیرمعیاري طریقې د چاودنو، د تونلونو د نړېدو او د کارګرانو د ټپي کېدو یا وژل کېدو خطر زیاتوي.

Exit mobile version