افغان خبریال او انځورګر محمد عالم کبیري له سرطان سره تر اوږدې مبارزې وروسته ومړ

Website 2 1024x576

افغان خبریال او انځورګر محمد عالم کبیري، له څو میاشتو راهیسې د سرطان ناروغۍ سره تر مبارزې وروسته، په ایران کې ومړ.

د هغه ورور، رفیع کبیري، په خپله فېسبوک پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره د محمد عالم کبیري د مړینې خبر تأیید کړی دی.

د هغه د نږدې کسانو په وینا، محمد عالم کبیري د سرطان ناروغۍ له امله د ایران په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و، خو په پای کې یې د همدې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړ.

د نوموړي د مړینې له خبر وروسته، د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو دا پېښه د افغانستان د رسنیزې ټولنې او د بیان د ازادۍ لپاره یوه لویه او نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده. دغو بنسټونو د هغه له کورنۍ، ملګرو او همکارانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

Exit mobile version