کرزی: په پاکستان کې د افغان محصلینو سره چلند د اندېښنې وړ دی

IMG 7834 1024x711

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د افغان محصلینو د ځورونې او د هغوی د ویزو د نه تمدید په اړه خپاره شوي راپورونه د اندېښنې وړ او خواشینوونکي بللي دي.

کرزي په یوه پیغام کې ویلي چې افغان محصلین یوازې د زده‌کړو او د خپلو لوړو زده‌کړو د بشپړولو لپاره پاکستان ته تللي دي او د دوی د اقامت موضوع باید له نورو مسایلو جلا وکتل شي.

هغه د پاکستان له چارواکو وغوښتل چې له افغان محصلینو سره د علمي او اکاډمیکو اصولو او نړیوالو منل شویو معیارونو له مخې چلند وکړي او هغوی ته د خپلو زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړي.

د کرزي څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو د تمدید، اقامت او قانوني وضعیت په اړه د ستونزو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

Exit mobile version