د پنجشېر طالب والي: په ولایت کې شاوخوا ۷۰۰ کانونه په فعاله توګه استخراجېږي

IMG 7635

د طالبانو د پنجشېر والي وایي، دا مهال د دغه ولایت شاوخوا ۷۰۰ کانونه په فعاله توګه استخراجېږي او ټول د طالبانو د ادارې تر کنټرول او څار لاندې دي.

حافظ محمد آغا حکیم د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، د بېروج، یاقوت او نورو قیمتي ډبرو ترڅنګ، په پنجشېر کې شاوخوا یو زر او ۷۰۰ د زمردو کانونه هم پېژندل شوي دي.

د هغه په وینا، د پنجشېر د کانونو ټولې چارې د طالبانو د بېلابېلو کمېټو تر مدیریت لاندې ترسره کېږي او د استخراج او ادارې بشپړ بهیر د دوی تر واک لاندې دی.

د طالبانو والي له کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو هم غوښتي چې د پنجشېر د کانونو د استخراج او ګټې اخیستنې لپاره پانګونه وکړي.

په مقابل کې، یو شمېر کارپوهان وایي چې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته د افغانستان د کانونو استخراج د خپلواکو څارونکو بنسټونو، مالي شفافیت او چاپېریالي معیارونو له اغېزمنې څارنې پرته پراخ شوی دی.

ځینې افغانان هم اندېښنه څرګندوي چې طبیعي سرچینې د یوې ځانګړې ډلې په ګټه کارول کېږي او د کانونو د عوایدو د څرنګوالي په اړه کافي شفافیت نه شته.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني تر دې مخکې ویلي وو چې هغه کانیز قراردادونه چې د طالبانو له لوري په پټه ورکول کېږي، نړیوال مشروعیت نه لري. همدارنګه «فارن پالېسي» مجلې په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې د القاعده له شبکې سره تړلې ځینې ډلې د طالبانو تر ادارې لاندې د کانونو له عوایدو ګټه اخلي. تلویزیون نیمروز نه شي کولای دا ادعاوې په خپلواکه توګه تأیید کړي.

Exit mobile version