طالبانو په بدخشان کې د خپل د اطلاعاتو او کلتور رئیس د وژل کېدو خبر تایید کړ

IMG 7483

د طالبانو د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د ذبیح‌الله امیري، د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.

طالبانو د سې‌شنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ذبیح‌الله امیري د بهارک ولسوالۍ له خپل کور څخه د فیض‌آباد ښار پر لور د دفتر په لاره و، چې د بهارک ـ فیض‌آباد پر سړک د دوو موټرسایکل سپرو کسانو له برید سره مخ شو او ووژل شو.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د امیري ساتونکو په ځای کې یو بریدګر وژلی او د دوهم بریدګر د پېژندنې او نیولو لپاره عملیات لا هم روان دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د ذبیح‌الله امیري موټرچلوونکی هم په دې برید کې ټپي شوی دی. له برید وروسته طالبانو سیمه کلابنده کړه او د نوموړي جسد د بهارک کلینیک ته ولېږدول شو.

تر دې دمه هېڅ شخص یا ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په وروستیو ورځو کې، په ځانګړې توګه په بدخشان ولایت کې، د طالبانو پر ضد د وسله‌والو بریدونو راپورونه زیات شوي دي. خو تر اوسه داسې کوم رسمي شواهد نه دي خپاره شوي چې دا برید دې له کومې مشخصې وسله‌والې ډلې سره وتړي.

Exit mobile version