فرشته عباسي: پر ښځو محدودیتونه او د نړیوالو مرستو کمښت میلیونونه افغانان له سخت بحران سره مخ کړي

IMG 7207

د هیومن رایټس واچ څېړونکې فرشته عباسي خبرداری ورکړی چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو لګېدلي محدودیتونه، د نړیوالو بشري مرستو له کمېدو سره یوځای، د افغانستان بشري او اقتصادي بحران لا ژور کړی دی. هغې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې ټول لګول شوي محدودیتونه، په ځانګړي ډول د کار بندیز، لغوه کړي.

عباسي د ملګرو ملتونو د اټکلونو په حواله ویلي، د افغانستان له شاوخوا ۴۴ میلیونه وګړو څخه به سږ کال له ۱۷ میلیونو ډېر کسان د خوړو له سخت ناامنۍ سره مخ وي، او د دې وضعیت تر ټولو لوی زیان به ښځو او ماشومانو ته ورسېږي.

هغې د بشري مرستو د بودجې کمېدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د جون تر پایه د ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري غبرګون د پلان له اړتیا وړ بودجې څخه له ۲۰ سلنې کمه برخه برابره شوې ده. د هغې په وینا، دې وضعیت د مرستندویه بنسټونو د فعالیت وړتیا په جدي توګه محدوده کړې ده.

د فرشته عباسي په وینا، د امریکا، بریتانیا او نورو مرسته کوونکو هېوادونو د مالي ملاتړ کمېدو له امله ګڼو مرستندویه ادارو خپل پروګرامونه کوچني کړي او پاتې محدودې سرچینې یې یوازې تر ټولو زیان‌منو خلکو ته ځانګړې کړې دي.

هغې ټینګار وکړ چې پر ښځو د پراخو محدودیتونو او د بهرنیو مرستو د کمېدو هم‌مهاله دوام، پر میلیونونو افغان کورنیو فشار زیات کړی او د افغانستان د بشري بحران د لا ژورېدو خطر یې لوړ کړی دی.

Exit mobile version