هند د افغان محصلانو لپاره زر آنلاین بورسونه اعلان کړل

IMG 6985

د هند د کلتوري اړیکو شورا (ICCR) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ تعلیمي کال لپاره یې د افغانستان محصلانو ته د لیسانس او ماسټرۍ په کچه زر آنلاین بورسونه ځانګړي کړي دي.

د شورا د خبرتیا له مخې، د دغو بورسونو نوم‌لیکنه به د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۵مې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د «آی‌لرن» (iLearn) تعلیمي پورتل له لارې ترسره شي. دغه بورسونه د هند د پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو بنسټونو د آنلاین پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي دي.

د هند د کلتوري اړیکو شورا ویلي، بورسونه یوازې د زده‌کړو فیس پوښي، خو د دې لپاره چې ټولګي آنلاین ترسره کېږي، محصلانو ته د ژوند لګښت، میاشتنی امتیاز او نور مالي ملاتړ نه ورکول کېږي.

تر هغه مخکې چې طالبان بیا واک ته ورسېږي، دغه بورسونه په حضوري بڼه ورکول کېدل، خو وروسته له هغې چې هند افغان محصلانو ته د ویزو ورکول ودرول، دا پروګرام آنلاین زده‌کړو ته واوښت.

شورا همدارنګه یادونه کړې چې د افغانستان د وګړو لپاره د ځانګړو بورسونو پروګرام په ۲۰۰۵ کال کې د ۵۰۰ بورسونو په ورکولو پیل شو او وروسته یې شمېر په کال کې زر بورسونو ته لوړ شو. د ۲۰۲۳–۲۰۲۴ تعلیمي کال راهیسې دا پروګرام په آنلاین بڼه دوام لري.

د اعلان شویو شرایطو له مخې، بورسونه به هغه مهال وروستي شي چې د هند پوهنتونونه، د هند بهرنۍ استازولۍ او د هند د بهرنیو چارو وزارت د غوښتونکو نوملړونه تایید کړي.

دا بورسونه په داسې وخت کې اعلانېږي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو محدودیتونه لا هم دوام لري. طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې او د ښځو پوهنتوني زده‌کړې منع کړې دي، او افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد ګڼل کېږي چې نجونې یې له ثانوي او لوړو زده‌کړو محرومې کړې دي.

Exit mobile version