د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان او د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه وکړه

IMG 7048

د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړی چې د دې سازمان د سرمنشي مرستیال طارق علي بخیت د اسلامي نړۍ د ټولنې له سرمنشي محمد بن عبدالکریم العیسی سره د افغانستان د وضعیت او د افغانانو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي.

دا لیدنه د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۰مه، په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو چارو وزیرانو د نهم کنفرانس په څنډه کې ترسره شوه.

د اسلامي همکاریو سازمان د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د افغانستان د خلکو د بشري او پراختیايي ستونزو د هواري، د اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د بشري مرستو د دوام په اړه بحث وکړ.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو چارو وزیرانو دوه ورځنی کنفرانس هم روان دی. د دې کنفرانس اصلي موضوع د ښځو ټولنیز، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا او هغه ننګونې دي چې ښځې ورسره مخ دي.

د رسمي اجنډا له مخې، د افغانستان د ښځو وضعیت هم د دې کنفرانس د بحث مهمه برخه ده، خو تر اوسه نه ده روښانه شوې چې په دې غونډه کې د افغان ښځو استازیتوب څوک کوي.

افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان غړی هېواد دی، خو د طالبانو حکومت هېڅ رسمي پلاوی په دې کنفرانس کې ګډون نه لري. ډیپلوماتیکې سرچینې وایي، د طالبانو حکومت د غړو هېوادونو له خوا د نه رسمیت پېژندلو له امله دې ډلې ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې طالبان لا هم د افغانستان پر ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګولي دي. اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو اسلامي هېوادونو تر دې وړاندې څو ځله له طالبانو غوښتي چې دا محدودیتونه لرې کړي.

Exit mobile version