طالبانو د شهباز شریف ادعا رد کړه: افغانستان د هېڅ وسله‌والې ډلې پناهځای نه دی

IMG 6899

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف هغه ادعا رد کړې چې ګواکې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې څخه په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې بریدونه ترسره کوي. مجاهد دغه څرګندونې «بې‌بنسټه» بللې او ویلي یې دي چې افغانستان د هېڅ بهرنۍ وسله‌والې ډلې د فعالیت ځای نه دی.

مجاهد د جمعې په ورځ په یوه غږیز پیغام کې رسنیو ته وویل، طالبان هېڅ بهرني وسله‌وال ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد فعالیت وکړي. هغه خبرداری ورکړ چې د ورته تورونو تکرار به یوازې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ موجوده ترینګلتیا نوره هم زیاته کړي.

د طالبانو دا غبرګون وروسته له هغې څرګند شو چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ د کوټې ښار د ملي اقدام پلان د عالي کمېټې په غونډه کې ادعا وکړه چې «په افغانستان کې مېشت ترهګر» په همغږۍ سره په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې بریدونه ترسره کوي.

شهباز شریف همدارنګه هند تورن کړ چې د وسله‌والو ډلو مالي او پوځي ملاتړ کوي او ویې ویل، د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه پرېکړه کړې چې د وسله‌والو ډلو پر ضد به عملیات تر هغې دوام وکړي چې په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.

د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې په بلوچستان کې له څو خونړیو بریدونو وروسته مطرح شوې. پاکستاني چارواکي وایي، په دغو بریدونو کې یو شمېر امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي وژل شوي او امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې ۵۴ بریدګر وژلي دي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌والو ډلو غړو ته په افغانستان کې پناه ورکوي، خو طالبانو تل دا ادعاوې رد کړې دي.

د تحریک طالبان پاکستان د حضور موضوع د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلاف له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي. پاکستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته څو ځله د افغانستان په خاوره هوايي بریدونه کړي او ویلي یې دي چې د تحریک طالبان پاکستان هدفونه یې په نښه کړي دي. په مقابل کې، طالبانو هم په ځینو مواردو کې د پولې په اوږدو کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي، هغه وضعیت چې د دواړو لورو ترمنځ یې امنیتي ترینګلتیا تر ټولو لوړې کچې ته رسولې ده.

Exit mobile version