د پخواني پوځي مېرمن د عدالت غوښتنه کوي؛ له نړیوالې جزايي محکمې یې د هبت‌الله د نیولو غوښتنه وکړه

IMG 6838

د افغانستان د پخواني پوځ د یوه غړي مېرمن ادعا کوي چې طالبانو، د عمومي بښنې له اعلان سره سره، د هغې مېړه او د هغه کشر ورور ونیول او وروسته یې ووژل. نوموړې اوس له نړیوالې جزايي محکمې غوښتي چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده د نیولو حکم عملي کړي او د دې پېښې عاملان عدالت ته راکاږي.

دې مېرمنې، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، له نیمروز ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل، د پخواني حکومت له سقوط وروسته یې کورنۍ د طالبانو د عمومي بښنې پر اعلان باور وکړ او په کابل کې پاتې شوه، ځکه فکر یې کاوه چې له خطر سره به نه مخ کېږي.

د هغې په وینا، طالبانو یې مېړه، چې د پخواني حکومت په یوه نظامي اداره کې یې دنده ترسره کوله، او د هغه کشر ورور د پلټنو په پلمه له ځان سره یووړل او کورنۍ ته یې ډاډ ورکړ چې ژر به بېرته راستانه شي، خو دواړه بیا هېڅکله کور ته راونه ګرځېدل.

هغې وویل، د مېړه او لېور د برخلیک د معلومولو لپاره یې څو ځله د طالبانو بېلابېلو ادارو ته مراجعه وکړه، خو له مناسب چلند سره مخ نه شوه. د هغې په خبره، څو ورځې وروسته د واټساپ له لارې ورته د دواړو د وژل کېدو خبر او د هغوی د جسدونو انځورونه واستول شول.

نوموړې زیاتوي چې له دې پېښې وروسته یې د خپل لېور له مېرمنې سره افغانستان پرېښود او پاکستان ته ولاړه. د هغې په وینا، اوس له دوو کلونو راهیسې د کویټې په ښار کې د پناه غوښتنې د دوسیې د برخلیک په تمه ژوند کوي. هغې دا هم وویل چې اووه کلن زوی یې د دې پېښو له امله له سختو رواني ستونزو او عصبي حملو سره مخ شوی دی.

دې مېرمنې ټینګار وکړ چې د مېړه ورور یې د پخواني حکومت په ادارو کې هېڅ دنده نه درلوده او یوازې د کورنۍ د اړیکې له امله وژل شوی دی. هغې له نړیوالې جزايي محکمې وغوښتل چې د هبت‌الله اخندزاده د نیولو حکم ژر تر ژره عملي او د ادعا شویو وژنو عاملان حساب‌ورکولو ته اړ کړي.

طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او د یادو ادعاوو خپلواکه تایید هم تر اوسه ممکن نه دی. له همدې امله، دا روایت د ادعا کوونکې د څرګندونو پر بنسټ خپرېږي.

Exit mobile version