محمد محقق د تهران په مراسمو کې د خپل حضور په اړه نیوکو ته غبرګون وښود

IMG 6779

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د ایران د پخواني رهبر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د خپل او احمد مسعود د ګډون په اړه راپارېدلو غبرګونونو ته ځواب ورکړی او له منتقدانو یې غوښتي چې دا موضوع د ایران، اسلام او جهادي مشرانو پر ضد د تبلیغاتو وسیله نه کړي.

محقق په خپلې فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي چې د مراسمو د ویاند له لوري د هغه د «شورای عالي مقاومت» د غړي په توګه معرفي کول د یوه «ناسم تفاهم» پایله وه. د هغه په وینا، نوموړی په دغو مراسمو کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د عالي شورا په استازیتوب ګډون کړی و او دا تېروتنه د ګڼو مېلمنو په حضور کې په طبیعي ډول رامنځته شوې وه، نه په قصدي توګه.

د اسلامي وحدت ګوند مشر همدارنګه د خپل او احمد مسعود ګډون د افغانستان او ایران د خلکو ترمنځ د «ژورو اړیکو» نښه وبلله او ویې ویل چې د ایران له لوري د طالبانو د مخالف پلاوي هرکلی او مېلمه‌پالنه د ستاینې وړ وه.

محقق خپل منتقدان د ټولنیزو رسنیو له لارې په «زهرجنو تبلیغاتو» تورن کړل او ویې ویل، هېڅوک باید د هغه په استازیتوب د مراسمو د تنظیموونکو پر ضد دریځ ونه نیسي. هغه هغه کسان هم چې د ده په وینا له دې موضوع څخه د ایران پر ضد د برید لپاره ګټه اخلي، «مغرض او ورانوونکي» وبلل او ولیکل: «خپل درد په ارامۍ وخورئ.»

محمد محقق او احمد مسعود د سرطان په ۱۲مه د ایران په بلنه د علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و. په دغو مراسمو کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو څېرو هم‌مهاله حضور د افغانستان په سیاسي او ټولنیزو حلقو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او د افغانستان د بېلابېلو سیاسي لورو په اړه د تهران د سیاست په اړه یې نوې پوښتنې راپورته کړې.

تر اوسه د ایران حکومت د طالبانو او د هغوی د مخالفانو د هم‌مهاله بلنې په اړه د شویو نیوکو په تړاو کوم نوی رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.

Exit mobile version