سرچینې: د طالبانو د مشر او بشر نورزي ترمنځ د کانونو او نفتي پروژو پر مدیریت اختلافونه زیات شوي

IMG 6736

د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او بشر نورزي، چې د امریکا له زندانه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستون شوی، اړیکې په وروستیو اوونیو کې د کانونو او نفتي پروژو د مدیریت پر سر له اختلافونو سره مخ شوې دي.

د سرچینو په وینا، بشر نورزی له امریکایي زندانه تر خوشې کېدو وروسته کابل ته ورسېد او د طالبانو د چارواکو له تود هرکلي سره مخ شو. نوموړي له هبت‌الله اخوندزاده سره تر بیعت وروسته څه موده په کوټه کې تېره کړه او بیا بېرته افغانستان ته ستون شو.

سرچینې وایي، هبت‌الله هغه مهال له نورزي غوښتي وو چې د کانونو او نفتو په برخه کې له طالبانو سره همکاري وکړي او آن د کانونو وزارت ته یې سپارښتنه کړې وه چې د دې وزارت ځینې مهم قراردادونه بیا وارزوي او د نورزي له لارې یې مخته یوسي.

بشر نورزی، چې په تېرو کلونو کې د نشه‌یي توکو د قاچاق له امله د ځینو رسنیو او شنونکو له خوا د «نشه‌یي توکو سلطان» او «د طالبانو پابلو اسکوبار» په نوم یاد شوی، د سرچینو په وینا، په وروستیو میاشتو کې د سرو زرو او نفتو د استخراج په ځینو پروژو کې فعاله ونډه لرله.

خو طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، د کانونو د پروژو د مدیریت او له دغو پروژو څخه د ترلاسه کېدونکو عوایدو پر سر اختلافونو د هبت‌الله او نورزي اړیکې ترینګلې کړې دي. د دغو سرچینو په وینا، د کانونو او نفتو په برخه کې د نورزي ځینو خپلواکو پرېکړو او اقداماتو د دې لامل شوي چې د طالبانو مشر د هغه واکونه محدود کړي او د دې سکتور د مدیریت په اړه نوې پرېکړې وکړي.

طالبانو تر اوسه د دغو راپورونو او ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

Exit mobile version