د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان هوايي بریدونه د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو برخه وه

IMG 6734

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، د دغه هېواد هوايي بریدونه د افغانستان په ختیځ کې د ځان د دفاع د حق په چوکاټ کې او د هغه په وینا، د «ترهګریزو فعالیتونو» په غبرګون کې ترسره شوي دي.

اندرابي د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په یوولسمه، په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د کراچۍ له وروستي برید وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونو د «غضب‌الحق» په نوم عملیات د وسله‌والو ډلو پر ضد پراخ کړي دي.

هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان د وګړو امنیت او ساتنه د دغه هېواد د حکومت اساسي لومړیتوب دی او اسلام‌اباد به د تروریزم پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا، د باجوړ په وروستیو عملیاتو کې څلور وسله‌وال، چې د جماعت‌الاحرار ډلې یو قوماندان هم پکې شامل و، وژل شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه ډله یو ځل بیا «د هند نیابتي ځواک» وباله.

اندرابي یو ځل بیا ادعا وکړه چې د کراچۍ په وروستي برید کې یو شمېر افغان وګړي ښکېل وو او یو تن یې نیول شوی دی. د هغه په خبره، دا موضوع ښيي چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونو د پلان او ترسره کولو لپاره کارول کېږي.

پاکستان د چنګاښ په اتمه د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه د هوايي بریدونو هدف وګرځول. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې په دغو بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د پاکستان دا ادعاوې رد کړې او څو ځله یې ټینګار کړی چې د افغانستان خاورې ته به اجازه ورنه کړي چې د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

Exit mobile version