د پاکستان پوځ: د افغانستان له خاورې راغلې څلور بې‌پیلوټه الوتکې مو نسکورې کړې

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د سې‌شنبې په ماښام طالبانو د افغانستان له خاورې د بلوچستان ایالت پر لور څلور «ابتدایي بې‌پیلوټه الوتکې» توغولې دي.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې د افغانستان له پولې د بلوچستان هوايي حریم ته ننوتې وې، خو د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو کشف او له منځه یوړې.

پاکستاني پوځ ادعا کړې چې دا اقدام د هغو وسله‌والو ډلو د ملاتړ په چوکاټ کې ترسره شوی چې د اسلام‌اباد په وینا، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیت کوي.

دغه خبرپاڼه په داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو د دفاع وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د پاکستان په خاوره کې یې «هوايي بریدونه» ترسره کړي او ادعا یې کړې وه چې د داعش او خپلو مخالفانو ځالې یې په نښه کړې او عملیات بریالي وو.

د پاکستان پوځ په دوام کې طالبان د تروریزم په ملاتړ تورن کړي او خبرداری یې ورکړی چې د دغه هېواد د حاکمیت پر ضد هر ډول «سرحدي پارونه یا ماجراجويي» به د «غضب‌الحق» عملیاتو په چوکاټ کې له «چټک، پرېکنده او سخت» غبرګون سره مخ شي.

اسلام‌اباد همدارنګه ټینګار کړی چې د دغو اقداماتو دوام به طالبانو ته درنه بیه ولري.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د پوځ دغې تازه خبرپاڼې ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

Exit mobile version