جبهې آزادۍ د تخار او بدخشان د عملیاتو مسئولیت ومانه

IMG 6659

جبهې آزادۍ افغانستان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې د تخار او بدخشان ولایتونو کې د طالبانو پر مورچلو دوه جلا عملیات ترسره کړي دي.

دې جبهې ادعا کړې چې د تخار ولایت د چاه‌آب ولسوالۍ د طالبانو د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ په برید کې لږ تر لږه درې طالب غړي وژل شوي دي. د جبهې د ادعا له مخې، دغه عملیات د څو راکټونو په توغولو پیل شول او د دواړو لورو ترمنځ نښته شاوخوا ۳۰ دقیقې روانه وه.

جبهې آزادۍ همدارنګه ویلي چې د یکشنبې شپې شاوخوا لس نیمې بجې یې د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ پر ودانۍ «برېښنايي برید» ترسره کړی دی. دې ډلې زیاته کړې چې د طالبانو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه یې لا هم معلومات نه دي ترلاسه کړي.

طالبانو تر اوسه د دغو دوو بریدونو او د جبهې آزادۍ د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي او دغه ادعاوې په خپلواکه توګه هم نه شي تأییدېدای.

جبهه آزادۍ، چې د طالبانو له مخالفو سیاسي ـ پوځي ډلو څخه ده، په وروستیو اوونیو کې د طالبانو پر ضد د خپلو چریکي بریدونو د زیاتېدو خبر ورکړی دی. دې جبهې تر دې وړاندې هم د لغمان ولایت د یوه برید مسئولیت منلی و؛ هغه برید چې وروسته طالبانو د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره غونډه کړې وه.

Exit mobile version