عبدالله عبدالله: پوځي بریدونه ستونزې نه حلوي، بلکې کړکېچ زیاتوي

IMG 6641

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله د پاکستان وروستي بریدونه پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د ستونزو د حل پر ځای کړکېچ لا پسې زیاتوي.

هغه د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په اتمه، په ټولنیزو رسنیو کې په خپور کړي پیغام کې لیکلي چې په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

عبدالله عبدالله ټینګار کړی چې تجربې ښودلې ده، د زور او پوځي عملیاتو کارول نه په تېرو کې د اختلافاتو د حل اغېزمنه لاره وه او نه به په راتلونکي کې وي.

هغه زیاته کړې چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار د ښه ګاونډیتوب اصولو ته ژمنتیا، رغنده خبرې او د ډیپلوماسۍ له لارې د اختلافاتو سوله‌ییز حل دی.

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ماښام د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو درې سیمې په نښه کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

بل لور ته، پاکستان ادعا کړې چې بریدونه یې د تحریک طالبان پاکستان پر پټنځایونو ترسره کړي او په پایله کې یې ۲۹ وسله‌وال وژل شوي دي.

Exit mobile version