طالبانو د باختر خبري اژانس لپاره نوی رئیس وټاکه

IMG 6577

د طالبانو د رئیس‌الوزرا ملا حسن آخند د حکم له مخې، مولوي احسان‌الله حسان د دولتي باختر خبري اژانس د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی او د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په اوومه، یې خپله دنده پیل کړه.

تر دې وړاندې هدایت‌الله هدایت د باختر خبري اژانس د رئیس په توګه دنده ترسره کوله. مولوي احسان‌الله حسان له دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزیر د دفتر د رئیس په توګه کار کاوه.

طالبانو د نوي رئیس د معرفۍ له مراسمو څخه انځورونه خپاره نه کړل او یوازې یې د هغه د کاري دفتر څو عکسونه رسنیو ته ورکړل.

دا بدلون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له مخې، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع اعلان شوي او ګڼ شمېر دولتي ادارې د خپلو چارواکو د انځورونو له خپرولو ډډه کوي.

طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې له بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو او معلوماتو ته پر لاسرسي پراخ محدودیتونه لګولي دي. همدارنګه، د تېرو کلونو په ترڅ کې یې د دولتي ادارو ګڼ مسلکي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې خپل اړوند کسان، د دیني عالمانو په ګډون، په مدیریتي بستونو ګومارلي دي.

Exit mobile version