د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان له شماله د امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ

IMG 6456 1024x566

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې د افغانستان په شمال کې د وسله‌والو ډلو حضور او فعالیتونه لا هم د منځنۍ اسیا د غړو هېوادونو لپاره تر ټولو مهمه امنیتي اندېښنه ده.

د یاد سازمان د دایمي شورا دوره‌ییز مشر ویکتور واسیلیف د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان له خاورې څخه د تاجیکستان پر لور د راپور شویو ډزو پېښې د اندېښنې وړ دي او غړي هېوادونه غواړي د دغو ګواښونو پر وړاندې خپلې ګډې هڅې زیاتې کړي.

هغه د تاس خبري آژانس ته ویلي چې د روسیې او یو شمېر سیمه‌ییزو هېوادونو له لوري د طالبانو له ادارې سره د اړیکو د تنظیم هڅو سربېره، د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم پېچلی دی او د دوامدار ښه والي نښې نه تر سترګو کېږي.

واسیلیف ټینګار وکړ چې د افغانستان شمالي پولو ته نږدې د وسله‌والو ډلو راټولېدل او فعالیتونه د دې سازمان د غړو هېوادونو، په ځانګړي ډول د تاجیکستان، لپاره مستقیم امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه: «افغانستان لا هم په منځنۍ اسیا کې تر ټولو ستره امنیتي ننګونه ده. سره له دې چې له اوسنیو چارواکو سره د تعامل لپاره ځینې ګامونه پورته شوي، خو د دغه هېواد پېچلی امنیتي وضعیت دوام لري.»

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان دغه چارواکي همدارنګه د افغانستان له خاورې څخه د تاجیکستان پر لور د تکراري ډزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې سازمان غواړي خپلې سرحدي او امنیتي همکارۍ لا پراخې کړي.

د هغه په وینا، د دغو اقداماتو موخه د هغو افراطي او وسله‌والو ډلو مخنیوی دی چې د افغانستان شمالي سرحدونو ته نږدې فعالیت کوي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو پولې د بېلابېلو امنیتي پېښو، د مخدره موادو او وسلو د قاچاق او د وسله‌والو ډلو د تحرکاتو شاهده پاتې شوې دي.

د راپورونو له مخې، داعش خراسان، جماعت انصارالله تاجیکستان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي تحریک په څېر ډلې د افغانستان په ځینو شمالي سیمو کې حضور لري.

امنیتي شنونکي باور لري چې همدې اندېښنو د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه اړ کړي څو د تاجیکستان او افغانستان پر ګډه پوله خپل امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي.

Exit mobile version