تمدن تلویزیون: د مرکزي دفتر تر پلټنې وروسته مو نشرات بند شول

IMG 6225

په کابل کې خصوصي تمدن تلویزیون اعلان کړی چې د طالبانو ځواکونو له لوري د دغه رسنۍ پر مرکزي دفتر تر یرغل وروسته یې خپرونې درېدلې دي.

دې شبکې د سې شنبې په ورځ، د سرطان په دویمه نېټه، په خپلې رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو د ځواکونو له ننوتلو وروسته د تمدن تلویزیون نشرات پرې شوي دي.

تمدن تلویزیون تر دې وړاندې د غرمې شاوخوا ۱۲:۲۰ بجې د خپلې ودانۍ پر مرکزي دفتر د طالبانو د ځواکونو د یرغل خبر ورکړی و.

دغه رسنۍ تر اوسه د دې اقدام د علت او یا هم د خپلو کارکوونکو د وضعیت په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

تمدن تلویزیون په خپله اعلامیه کې ویلي چې دا پېښه د تاسوعا او عاشورا د ورځو له رارسېدو سره هم‌مهاله شوې ده.

یادې رسنۍ له افغانانو، په ځانګړي ډول له خپلو لیدونکو او د محرم د مراسمو له ګډونوالو غوښتي چې د دې پېښې اړوند پرمختګونه په دقت تعقیب کړي.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د تمدن تلویزیون پر دفتر د یرغل او د نشراتو د بندېدو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

تمدن تلویزیون د افغانستان له خصوصي رسنیو څخه دی چې په تېرو کلونو کې یې خبري، فرهنګي او مذهبي خپرونې وړاندې کولې.

Exit mobile version