د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګرۍ خونې د ترانزیټي محدودیتونو له امله د درنو زیانونو خبر ورکړ

IMG 6382

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې اعلان کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو بند پاتې کېدو په تېرو اتو میاشتو کې پاکستاني سوداګرو ته شاوخوا ۹۸۱ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.

دې ادارې ویلي چې ترانزیټي محدودیتونو نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په څرګند ډول راکمه کړې، بلکې د افغانستان له لارې د پاکستان صادرات یې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته هم له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د راپور له مخې، د ترانزیټي لارو اختلال د ګڼو سوداګریزو او ترانسپورتي شرکتونو عواید کم کړي او د پاکستان د تولیدي او کرنیزو سکتورونو ځینې برخې یې هم زیانمنې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګرۍ خونې خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام کولی شي د توکو پر رسنیز ځنځیر، پانګونې او اقتصادي فعالیتونو لا ډېر منفي اغېز وکړي.

افغانستان د پاکستان لپاره د منځنۍ آسیا بازارونو ته د لاسرسي له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او په ترانزیټي مسیرونو کې هر ډول ستونزه د سیمې پر سوداګرۍ هم اغېز کوي.

اقتصادي شنونکي باور لري چې د سوداګریزو لارو بیا فعالول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ اسانتیاوې کولای شي اقتصادي راکړه ورکړه زیاته کړي، صادرات پیاوړي کړي او پر تولیدي سکتورونو فشار کم کړي.

د نیمروز له نظره، دا شمېرې ښيي چې د پولې محدودیتونه او سوداګریزې ستونزې یوازې د افغانستان او پاکستان پر اقتصاد اغېز نه کوي، بلکې د سویلي او منځنۍ آسیا د اقتصادي نښلونې پر بهیر هم منفي اغېزې لري.

Exit mobile version